د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د کانگرس مشران: د هو جنتاو میلمستیا ته نه ځو


د امریکا د کانگرس مشران: د هو جنتاو میلمستیا ته نه ځو
د امریکا د کانگرس مشران: د هو جنتاو میلمستیا ته نه ځو

د امریکا د کانگرس د څلورو مشرانو نه درو تنو یې په سپینه ماڼۍ کي د چین جمهور رئیس هو جنتاو ته په دولتي ماښامنۍ میلمستیا کي د برخي اخیستو نه انکار کړی دی.

جمهوررئیس براک اوباما دغه میلمستیا د واشنگټن په وخت نن ماښام ترتیب کړې ده. دا کله چي هغه د امریکا جمهوررئیس شوی دی، دغه ډول دریمه میلمستیا ده چي ورکوي یې.

د سپینی ماڼۍ نطاق رابرټ گیبز د سه شنبې په ورځ ویلي و چي جمهوررئیس دا هیله لري چي د کانگرس مشران به د امریکا او چین د اړیکو د اهمیت له کبله په دې میلمستیا کي برخه واخلي.

مگر د مشرانو په جرگه کي د اقلیت مشر جمهوري غوښتونکي میچ میک کانیل، په دغه جرگه کي د اکثریت مشر دیموکرات هیري ریډ او د ولسي جرگې رئیس جمهوري غوښتونکي جان بېنر درو واړو ویلي دي چي دوی به دې میلمستیا ته ورنه شي.

ریډ په دې هفته کي په یوه تلویزیوني مرکه کي هو یو "دیکتاتور" بللی و.

د بشري حقوقو په سلگونو مدافعین په دې هفته کی د سپینی ماڼۍ مخي ته را غونډ شوي وو او د چین د پاره یې د دیموکراسۍ او د تیبت د پاره یې د آزادي غوښتني کولې.

XS
SM
MD
LG