د لاس رسي وړ اتصالات

په واشنګټن کې د 'اینډي کار' موټر ځغلونې سیالي پای ته ورسېده

د "اينډي کار" موټر ځغلونې سیالي د یکشنبې په ورځ [اګست ۲۳مه] د امریکا د متحدو ایالتونو په پلازمینې واشنګټن ډي سي کې پای ته ورسېده. دا سیالي د متحدو ایالتونو د خپلواکۍ د ۲۵۰مې کلیزې د لمانځلو د پروګرامونو یوه برخه وه

واشنګټن ډي سي په تېرو دوو ورځو کې خپله سیاسي څېره بدله کړې وه او په ټول ښار کې ورزشي فضا حاکمه وه.

ښار کې مشهوره واټونه چې د متحدو ایالتونو د سیاسي ځواک سمبولونه، لکه د کانګرس ماڼۍ او سپینه ماڼۍ سره نښلوي، د موټرځغلولو د سیالۍ لپاره ځانګړي شوي وو او د "ایندي کار فریدم ۲۵۰ گرنډ پري" سیالیو شانداره کوربتوب وشو.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان کال په جون کې د دې ورزشي پروګرام د جوړېدو فرمان ورکړی و. ټرمپ چې پخپله هم په دې پروګرام کې یې ګډون کړی و، پخپل خانګړي موټر کې د دې سیالۍ د مسیر څخه راتاو شو او د شنه بېرغ په رپولو سره یې د سیالۍ د پيل اشاره ورکړه.

د دې سیالۍ مسیر چې دوه عشاریه اووه کیلومتره اوږد و، په واشنګټن کې د ملي پارک له یوې پراخې برخې راتاو و.

د موټر ځغلونې د دې سیالۍ ټول واټن شاوخوا ۴۰۰ کیلومتره یا ۲۵۰ مایله و، چې د متحدو ایالتونو د ۲۵۰مې کلیزې په مناسبت ټاکل شوی و. د واشنګټن واټونو د بڼې د بدلولو لپاره هڅې او د اینډي کار د سیالۍ لپاره امنیتي تدابیر له څو اونیو مخکې پیل شوی و.

د دې سیالۍ لیدلو ته په لسګونه زره خلک د بېلابېلو ایالتونو څخه واشنګټن ډي سي ته راغلي وو. دانیل برناسکاني چې له اوکلاهاما ایالت څخه د دې ورزشي پروګرام نندارې ته راغلی و، امریکا غږ ته یې وویل: "کله چې ما د فریډم ۲۵۰ په اړه واورېدل، پرته له ځنډه مې د الوتکې ټکټونه واخیستل. ما وویل چې غواړم د موټر ځغلونې سیالي د نړۍ په ستر هېواد او د هغه په پلازمېنه کې وګورم."

اينډي کار په متحدو ایالتونو کې د موټر ځغلونې یو لړ مسلکي سیالۍ دي چې په ځانګړو یو کسیزو موټرو ترسره کیږي.

په سپینه ماڼۍ کې د یو اف سي له سیالیو وروسته چې د روان کال په جولای میاشتې کې ترسره شوې، د اینډې کار سیالي بله لویه ورزشي برنامه وه چې د متحدو ایالتونو د ۲۶۰مې کلیزې په مناسبته جوړه شوه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG