د لاس رسي وړ اتصالات

واشنگټن پوسټ: پاکستان له طالبانو سره په خبرو کې زیات رول غواړي


Comet PanSTARRS (L) is seen with a one-day old crescent moon as both set over the Very Large Array radio telescope antenna dishes March 12, 2013 near Magdalena, New Mexico, USA.
Comet PanSTARRS (L) is seen with a one-day old crescent moon as both set over the Very Large Array radio telescope antenna dishes March 12, 2013 near Magdalena, New Mexico, USA.

د امریکا یوې معتبرې ورځپاڼې لیکلي، د پاکستان امنیتي مسئولین او نور چارواکي له دې آمله په قهر شوي دي چې د طالبانو سره د خبرو دپاره د جمهور رئیس حامد کرزي په تازه پلان کې پاکستاني چارواکي له پامه غورزول شوي دي.

په هغه مقاله کې چې واشنگټن پوسټ د یکشنبې په ورځ په خپل ویب سایټ کې خپره کړې، د پاکستان پوځي او استخباراتي چارواکیو د امریکا حکومت ته د دوی "د ناهیلئ د هغو هلوځلو" په اړه خبرداری ورکړی چې هدف یې د امریکا ولس ته دا ښودل دي چې په جگړه کې بریالي دي.

پاکستاني چارواکیو خبرداری ورکړی چې "په جگړه کې پاکستان له پامه نشي غورزول کېدای".

ورځپاڼه لیکي، امریکايي ډیپلوماتان وايي، دوی پاکستان له پامه نه دی غورزولی، خو په دې خبره ټینگار کوي چې باید د سولې د هلو ځلو مشري د افغانستان په لاس کې وي.

واشنگټن پوسټ لیکلي، دا خبره ناڅرگنده ده چې پاکستان د مختلفو جگړه مارو ډلو په منځ کې څومره نفوذ لري.

پاکستاني چارواکیو د امریکا د پوځ د مشرانو د هغو خبرو په اړه هم شک

او تردید څرگند کړی دی چې وايي له طالبانو سره خبرې کېدونکي دي.

نور معلومات

په ورځپاڼه کې د ځینو امریکايي چارواکیو له خپرو شویو نظرونو نه څرگندیږي چې د سولې خبرې را روانې دي. ورځپاڼې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانگړي استازي ریچارډ هولبروک هغه خبره هم خپره کړې چې د یکشنبې په ورځ یې د سي.این.این تلویزون ته وکړه؛ هولبروک وویل: "په مطبوعاتو کې خبرې تر هغه څه زیاتې خپریږي چې په اصل کې دي".

د پاکستان امنیتي مسئولینو د جمهور رئیس کرزي په دې اقدام هم انتقاد کړی دی چې د برهان الدین رباني په مشرئ یې د سولې شورا جوړه کړې ده. دوی وايي، په شورا کې د افغانستان د جنوب پښتنو ته ډیر ځای نه دی ورکړل شوی چیرې چې طالبان ریښې لري.

واشنگټن پوسټ لیکي، د پاکستان د کورنیو چارو یو پخوانی وزیر وايي، د طالبانو په حلقو کې اوس مورال ډیر لوړ دی. هغه وايي، د طالبانو نظر دا دی، "دا چې امریکایان غواړي ووځي، نو له دوی سره د خبرو ضرورت په څه کې دی".

XS
SM
MD
LG