د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې په ختمولو کار کوم- ټرمپ


د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ وویل چې په افغانستان کې وضعیت ډیر ښه شوی او له طالبانو سره د سولې په خبرو اترو کې پرمختګ شوی دی.

ټرمپ چې د کانګرس په ودانۍ کې یې خپله دریمه کلنۍ وینا اوروله، د مجلس استازو ته وویل چې امریکا غواړي خپل نظامي سرتیري بیرته هیواد ته ستانه کړي او د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکی کیږدي.

ټرمپ په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې نه غواړي د امریکا سرتیري په نورو هیوادونو کې د قانون د تطبیق دنده په غاړه ولري او غواړي چې امریکايي سرتیري بیرته خپل وطن ته ستانه شي.

ټرمپ همداراز د افغانستان جګړې ته په اشاره کې وویل چې د امریکا پوځيان هره جګړه چې وغواړي ګټلی شي خو زه نه غواړم چې په افغانستان کې په زرګونه داسې کسان ووژنم چې ډیری یې بیګناه دي.

ملت ته د ټرمپ دریمه کلنۍ وینا
ملت ته د ټرمپ دریمه کلنۍ وینا

ټرمپ همداراز د ایران د قدس ځواکونو قومندان قاسم سلیماني او البغدادي وژل کیدو ته په اشارې وویل چې ترهګر د نړۍ په هیڅ ګوټ کې له امریکا څخه پټیدلی نشي او چې هر څنګه وي دوي ته به د دوي د ترهګریزو فعالیتونو جزا ورکړل شي.

ټرمپ وویل چې قاسم سلیماني "د نړۍ تر ټولو ستر ترهګر" و چي د هغه د لاسه زرگونه امریکایان وژل شوي او یا ټپي شویدي. د امریکا جمهور رئیس وویل چې د سلیماني په وژل کیدو سره د هغه "ترهګري" د ټول عمر لپاره ووژل شوه. ټرمپ همدارنګه وویل چې "قاسم سلیماني د ایران په رژیم کې تر ټولو بې رحمه قصاب و".

د ایران سره مذاکرات:

د امریکا جمهور رئیس پخپلو خبرو کې وویل د ایران سره د اقتصاد په رغولو کې مرستې ته تیار دی خو زیاته یې کړه چې د ایران چارواکي "مغرور یا بې عقل" دي چې مرسته نه غواړي.

جمهور رئیس همدرانګه وویل چې د ایران رژیم باید د اتومي وسلو د تر لاسه کولو نه لاس واخلي، د ترهګرۍ خپریدل، مرګونه او ویجاړونه دې بنده کړي او د خپل ولس د ژوند د بهتره کیدو لپاره دې کار وکړي.

د امریکا کورني مسایل:

په کانګریس کې د امریکا د جمهور رئیس د کلنۍ وینا ډیره برخه کورنیو مسایلو ته ځانګړې شوې وه. ټرمپ د اقتصاد د پیاوړتیا، د بې کارۍ او غربت د ختمیدو، روغتیایي خدماتو، غیرې قانوني مهاجرت، په ښوونځیو کې اصلاحات د زیربناوو په رغولو خبرې وکړلې.

امریکایانو ته د کاري فرصتونو په برخه کې جمهور رئیس ټرمپ وویل چې د پخواني حکومت په اتو کالونو کې درې سوه زره خلک بې کاره شول او "زما د حکومت په لومړنیو 3.5 میلونو کسانو ته کارونه پیدا شول." ښاغلي ټرمپ همدرانګه وویل چې افریقایي الاصله، آسیایي الاصله او هسپانوي الاصله امریکایي ټولنو کې د بې کارۍ کچه په بې سارې توګه ټیټه شوې.

جمهور رئیس وویل د چین او یو شمیر نورو هیوادونو سره د سوداګرۍ په برخې کې د نویو تړونونو او پخوانیو تړونو د اصلاح له وجې زرګونه امریکایانو ته کاروبار پیدا شوی، فابریکې بیرته امریکا ته راغلې او د امریکا ولس خوښ دی.

"د سوداګرۍ داسې موافقې مې وکړلې چې ټولو خواوو ته عادلانه دي. د امریکا، کاناډا او مکسیکو تر منځ د (نفتا) په نامه د آزادې سوداګرۍ تړون اصلاح شو. نوی تړون به سل زره کارونه په امریکا کې پیدا کړي. په نوي تړون کې به سوداګري د ټولو په ګټه او عادلانه وي."

ښاغلي ټرمپ همدارنګه د چین سره د خپل حکومت په اړیکو خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې د هغه هیواد سره یې د سوداګرۍ تازه تړون لاسلیک کړی.

"د چین سره د سوداګرۍ نوی تړون وشو، د نوي تړون له برکته به ملیاردونه ډالر د امریکا خزانې ته راشي، د امریکا کاروبارونه خوندي شول او علمي سرمایه خوندي شوه. کلونه کیدل چې چین زمونږ نه ناوړه ګټه اخیسته خو اوس هر څه بدل شول."

XS
SM
MD
LG