د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې هغه به د ایران د جګړې په اړه پرېکړه وکړي خو تهران له دوو انتخابونو سره مخ دی: "اسانه لاره" یا "سخته لاره".
ولسمشر ټرمپ د شنبې په ورځ [اکتوبر ۳مه] کله چې له سپینې ماڼۍ څخه اوهایو ته د سفر لپاره روان و، خبریالانو ته وویل: "موږ د ایران په اړه یوه پرېکړه لرو چې زه به یې وکړم. ایران له منځه تللی دی. نو یوازې پوښتنه دا ده چې ایا هغه اسانه لاره غوره کوي او که سخته لاره؛ موږ به دا په اسانه یا سخته لاره پای ته ورسوو."
ټرمپ زیاته کړه چې ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو لپاره خپل پروګرامونه تقریباً پرېښي دي. ټرمپ وویل: "په هر حال، د ایران په اړه لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ، ایران په عملي توګه د اټومي وسلو د هر ډول پروګرام څخه لاس اخلي."
د ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ځېنو رسنیو د یوه امریکايي چارواکي په حواله راپور ورکړی چې متحده ایالتونه منځني ختیځ ته ځینې کښتۍ چې نهه زره سرتېري لري، استوي.
رویټرز د ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی چې تهران د پراخو او سختو غبرګونونو لپاره چمتووالی نیسي، که امریکا خپل لوی بریدونه بیا پیل کړي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ټینګار کړی چې هېواد به یې د واشنګټن فشار ته تسلیم نه شي خو تهران له واشنګټن سره له خبرو اترو نه "تښتېدلی او نه هم تښتي."
د واشنګټن او تهران ترمنځ د دوو لویو منځګړو په توګه، قطر او پاکستان په پرله پسې توګه ټینګار کړی چې په سیمه کې د ثبات ډاډمنول، ډېپلوماسۍ ته اړتیا لري.
فورم \ دبحث خونه