د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: امریکا او چین د جلا 'سیسټمونو' استازیتوب کوي خو ولسي اړیکې مو 'پاېښت' مومي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په شپه [سپټمبر ۲۴مه] په سپينې ماڼۍ کې د چین د ولسمشر شي جېنپینګ په ویاړ دولتي مېلمستیا جوړه کړې وه.

د سپینې ماڼۍ له خوا د خپور شوي لېست له مخې، پدې مېلمستیا کې د متحدو ایالتونو او چین د ولسمشرانو او د هغوي د مېرمنو سربېره، د دواړو هیوادونو لسګونو دولتي چارواکو، د لویو شرکتونو اجرائیوي رئیسانو او ګڼو پانګه والو برخه درلوده.

ولسمشر ټرمپ په خپلې لنډې وینا کې د متحدو ایالتونو او چین ترمنځ د اړیکو سابقې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې امریکایانو او چینایانو تل د محصولاتو، پوهې او نظریو په برخو کې خپلمنځي تبادلات لرل.

ټرمپ مېلمنو ته په خطاب کې وویل: "ولسمشر شي او زه پوهېږو چې د جلا سیسټمونو استازیتوب کوو خو د خلکو ترمنځ به مو اړیکې پاېښت مومي."

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه: "موږ په ګډه کولی شو د داسې یوې اړیکې جوړولو ته دوام ورکړو چې راتلونکو نسلونو لپاره ثبات او امنیت ته وده ورکوي."

وروسته، د متحدو ایالتونو ولسمشر مېلمانه هغه نوي تالار ته وروبلل چې په سپینې ماڼۍ کې یې د جوړولو چارې دوام لري. تردې مخکې ولسمشر ټرمپ خپل چینايي سیال ته د هلیکوپترو د ناستې هغه ځای ښودلی و چې د رغنیزو چارو د یوې برخې په توګه، د سپینې ماڼۍ په انګړ کې جوړ شوی دی.

شي جېنپینګ وویل چې هغه او ټرمپ ژورې خبرې کړې او "پر ډېرو مسایلو ګډ درک" ته رسېدلي چې "د چین او امریکا د اړیکو لپاره نوی ستراتیژیک لارښود" دی.

شي وویل: "چین او متحده ایالتونه باید د مسؤلو لویو هېوادونو په توګه عمل وکړي." ده د "لویو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ لپاره د یوې نوې تګلارې" د جوړولو غوښتنه وکړه.

د چین ولسمشر او ورسره مل پلاوی په یو عالي دولتي سفر د چهارشنبې په ورځ [سپټمبر ۲۳مه] واشنګټن ډي سي ته ورسېدل. د خپل چینايي سیال د هرکلي لپاره پخپله ولسمشر ټرمپ شخصاً هوايي ډګر ته ورغلی و.

ټاکل شوې چې د چین ولسمشر د جمعې په ورځ [سپټمبر ۲۵مه] د متحدو ایالتونو ملي ارشیف ته ورشي او د متحدو ایالتونو د تاسیس او د واشنګټن او بیجینګ تر منځ د اړیکو اسناد وګوري.

د ملي ارشیف تر لیدلو وروسته، واشنګټن ډي سي ته د چین د ولسمشر درې ورځنی سفر پای ته رسېږي او پلاوی د اندریوس د ګډې هوايي اډې نه بېرته چین ته ستنېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG