د لاس رسي وړ اتصالات

ونس: له ایران سره خبرې نه کوو تر هغو چې پر سوداګریزو کښتیو ډزې بندې نه کړي

د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال جې ډي ونس د پنجشنبې په ورځ [سپټمبر درېیمه] په سپینې ماڼۍ کې د یوې خبري غونډې پر مهال ایران ته په خطاب کې وویل چې په هرمز تنګي کې پر "سوداګریزو کښتیو ډزې بندې کړي".

ونس زیاته کړه: "ولسمشر څرګنده کړې چې موږ له هغوی [ایران] سره خبرې نه کوو او تر هغه وخته به ورسره خبرې ونه کړو چې دوی پر سوداګریزو کښتیو ډزې بندې نه کړي".

پاکستان چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوه منځګړي رول لوبوي، د چهارشنبې په ورځ [سپټمبر دوېمه] وویل چې د سولې لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي خبریالانو ته ویلي: "موږ لا هم مثبت نظر لرو چې ډلې به بالاخره د خبرو اترو میز ته راستنې شي." 

د مصر د بهرنیو چارو وزارت هم د چهارشنبې په ورځ وویل چې د مصر او قطر لوړپوړو ډېپلوماتانو د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د سمدستي پای ته رسولو او سیمې ته د امنیت او ثبات د بیا راګرځولو لپاره د سیاسي حل لارې د موندلو پر اړتیا خبرې کړې دي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د امریکا په وروستیو بریدونو کې د ایران د هغو هڅو مخه نیول شوې چې غوښتل یې د هرمز په تنګي کې د رادار او توغندیو سیسټمونه بیا فعال کړي.

په همدې حال کې ایراني ځواکونو د پنجشنبې په سهار پر کوېټ په ډرون او توغندیو بریدونه وکړل.

دا دویمه پرله پسې ورځ ده چې ایران پر کوېټ برید کوي. د کوېټ د بهرنیو چارو وزارت دا "د ایران تکراري وحشیانه یرغلونه" بللي دي. 

بحرین، اردن، قطر او متحده عربي اماراتو ټولو د پنجشنبې په ورځ جلا جلا اعلامیې خپرې کړې او پر کوېټ یې د ایران وروستي بریدونه وغندل.

پدې دې اونۍ کې متحده ایالتونو پدې بیان سره چې ایران په هرمز تنګي کې خطر پېښ کړی، د تهران پر پوځي اهدافو یو لړ بریدونه وکړل. په مقابل کې ایران په کوېټ، بحرین او متحده عربي اماراتو توغندي وتوغول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG