د امریکا متحده ایالاتو فضا ته داسې یو سټلایټ واستاوه چې د هواپیژندنې په برخه کې به ژور بدلون رامنځ ته کړي. دغه سټلايټ د شنبې په ورځ د فلوریډا ایالت د کینډي له فضايي سټیشن څخه وتوغول شو او ټاکل شوېده چې په لویدیځه نیمه کره کې د سمندري طوفانونو او د هوا د وضعیت د څرنګوالي په هکله د ښه کیفیت لرونکي تصویرونه ځمکې ته راولیږي.
د ښه کیفیت لرونکو تصویرونو په استولو سره ټاکل شوېده چې دغه سټلایټ د هوا د وضعیت اټکل نور هم دقیق کړي او د سیلاوونو، په ځنګلونو کې د اورلګېدنې د قابو کولو، دوړو او له اورشیندونکو سیمو د پورته کېدونکو وریځو په هکله په پرمختللي ډول، خبرداری ورکړي.
د "GOES-R" په نامه دغه سټلایټ داسې ډیزاین شوی چې د استوا له کرښې په تقریباً ۳۶ زره کیلومتره ارتفاع کې د ځمکې له نیمه لویدیځې کرې په هرو پنځو دقیقو کې یو عکس واخلي او په مشخصو سیمو باندې د ځنګلونو د اورلګېدنې، د اورشېدونکو د فعالېدو، شدیدو بارانونو او طوفانونو د مخنیوي لپاره په دوامداره توګه تمرکز وکړي.
د "GOES-R" سټلایټ د ناسا او "NOAA" یا د امریکا د سمندرونو او اتومسفیر د چارو د ملي ادارې له خوا په ګډه جوړ شوی او د پخوانیو سټلایټونو په پرتله څلور چنده د ښه کیفیت لرونکي او پنځه چنده چټک عکسونه اخلي.
د دغه سټلایټ وړتیاوې د هوا د وضعیت له وړاند وینې وراخوا په نورو مواردو کې هم کارول کیدای شي. ځکه ځمکې ته د روښانه تصویرونو را استول د هوا پیژندې له ادارو سره مرسته کوي چې د وريځو څپې وویني او د مثال په توګه له پیلوټانو سره مرسته وکړي چې په ښه مسیر باندې پرواز وکړي.
دغه سټلایټ د ځمکې مدار ته له رسېدو وروسته تر یولسو میاشتو پورې له ازمایښت لاندې نیول کیږي او له هغه وروسته له درې نورو سټلایټونو سره یوځای فعالیت پیلوي.