د لاس رسي وړ اتصالات

سپېنه ماڼۍ: پاکستان دې طالب مشران ونیسي یا یې وباسي


سارا هکبي: پاکستان باید ترهگرې ډلې پرینږدي چې د پاکستان خاوره د خپلو عملیاتو لپاره وکاروي
سارا هکبي: پاکستان باید ترهگرې ډلې پرینږدي چې د پاکستان خاوره د خپلو عملیاتو لپاره وکاروي

د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا هکبي سندرز د دوشنبې په ورځ (جنوري ٢٢) په واشنګټن کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال له پاکستان څخه دا هم وغوښتل چې د طالبانو مشران له خپلې خاورې څخه وباسي.

میرمن ساندرز خبریالانو ته وویل چې ترهگرې ډله باید پرې نښودل شي چې د پاکستان له خاورې استفاده وکړي. خو د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور ویلي چې د کابل په کانتینتل شوي برید کې افغان ترهگر لاس لري او د حقاني شبکه هم د افغانستان سره تړاو لري.

د کابل انترکانتیننتل هوټل د برید پړه طالبانو په غاړه اخیستې خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې داسې شواهد په لاس کې لري چې دغه برید په پاکستان کې میشت د حقاني ترهګرې شبکې ترسره کړې ده.

سپینې ماڼۍ هم له پاکستان څخه د طالبانو د مشرتابه پرضد د عمل کولو غوښتنه وکړه.

ویاندې سارا هکبي ساندرز پرون دوشنبې خبريالانو ته وويل چې په کابل کې وروستي بريد له افغان ځواکونو سره د امريکا د ملاتړ هوډ پياوړی کړی دی.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت په وينا د شنبې ورځې په ډله ییز بريد کې د ۱۴ بهرنیانو په ګډون ۳۰ تنه وژل شوي دي.

په وژل شویو کې اوه تنه اوکرائیني اتباع شامل دي. د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې کیدای شي د اوکرائیني اتباعو د مړو شمیر له دې هم زیات شي.

پر پاکستان تور لگول کیږي چې يوازې هغه ترهگر په نښه کوي چې دوی ته خطر وي، خو هغه ترهگر چې په ګاونډي هیوادونو؛ افغانستان او هندوستان کې بریدونه کوي، ازاد ګرځي.

د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي ويلي چې حکومت د حافظ سعید په مشرۍ د هغې اسلامي سخت دريځې ډلې د خيريه ادارو واک تر لاسه کړي چې واشنګټن ترورېستي ډله اعلان کړې ده.

ښاغلي عباسي زیاته کړه "حکومت به د هغو خیریه ادارو واک په لاس کې واخلي چې پرې بندیز لگول شوی او د فعالیت اجازه نلري. د دې کار په پلي کولو کې ښایي لوړې ژورې راشي خو مونږ بندیزونو ته ژمن یو."

پاکستان ښایي د متحده ایالاتو او نړیوالو ادارو تر فشار لاندې پرېکړه کړې وي چې د ترهگرو ډلو تمويلوونکي وسيلې به ځپي.

ملگرو ملتونو پر حافظ سعید او د ده پر ادارو بندیزونه لگولي دي، خو دی بیا هم په پاکستان کې په ازاده توګه د لاريونونو مشري کوي.

ټاکل شوې ده د ملګرو ملتونو امنيت شورا يو ټيم روانه مياشت پاکستان ته ولاړ شي او د ملګرو ملتونو لهخوا د ترورېستي اعلان شويو ډلو پر وړاندې د پاکستان په اقداماتو کې پرمختګ وارزوي.

XS
SM
MD
LG