د لاس رسي وړ اتصالات

هکران کولی شي د وتس اپ مسجونو ته لاسرسی پیدا کړي


فیسبوک منلې چې د دوي په وتس اپ اپلیکیشن کې یوه امنیتي ستونزه موجوده ده چې له کبله یې هکران کولی شي د کاروونکو شخصي پیغامونو، عکسونو او ویډیوګانو ته لاسرسۍ پیدا کړي.

هکران د وتس اپ کاروونکو ته یوه ویډیو لیږي چې په ډونلوډولو سره یې په سیستم کې یو کوډ ځای پر ځای کیږي او له دې سره هکرانو ته د موبایل منځ ته د ننوتلو زمینه برابریږي.

وتس اپ دغه ویروس ته د CVE-2019-11931 نوم ورکړی او وایي چې دغه ویروس یواځې د وتس اپ اپلیکیشن پخوانۍ نخسې خرابولی شي.

دغه ویروس د اندرویډ او Ios عامل سیستم ته یوشان لاسرسۍ لري.

فیسبوک د هکرانو لخوا د استول کیدونکو ویډیوګانو په اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم دا خبره سپینه کړې چې د دغو ویډیوګانو د نه پرانستلو په صورت کې به په موبایل کې څه پیښيږي.

د وتس اپ د اپلیکیشن مسئولینو ویلي چې د دغه ویروس د مخنیوي لپاره ځینې ګامونه اخیستي او دا یې هم ویلي چې د وتس اپ پخوانۍ بڼې کاروونکو ته دغه ویروس ستونزه جوړولی شي.

XS
SM
MD
LG