د لاس رسي وړ اتصالات

سپینې ماڼۍ د اوکراین د خوندیتوب لپاره ۱۰ ملیارد ډالر غوښتي


د جمهور رئیس جو بایډن حکومت د اوکراین د خوندیتوب لپاره د ۱۰ ملیارده اضافي ډالرو غوښتنه کړې.
د جمهور رئیس جو بایډن حکومت د اوکراین د خوندیتوب لپاره د ۱۰ ملیارده اضافي ډالرو غوښتنه کړې.

د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن حکومت د روسیې د یرغل په مقابل کې د اوکراین د خوندیتوب لپاره د ۱۰ ملیارده ډالرو اضافي بودجي غوښتنه کړې.

د سپینې ماڼۍ د بودجې او ادارې د څانګې سرپرستې مشرې شلندا ینګ نن پنجشنبه فبروري ۳ ( کب۹) دغه اضافي غوښتنه کړې.

په بودجه کې دا اضافه والی د امریکا د حکومت د هغو لګښتونو برخه ده چې کانګرس یې باید د همدې روانې مارچ د میاشتې تر ۱۱ مې نهایي کړي.

میرمن ینګ د نوې غوښتنې په هکله لیکلي چې دې پیسو ته په عاجله توګه اړتیا ده.

هغه لیکلي چې دا پیسې به "د راتلونکو ورځو یا اوونیو لپاره د اوکراین او ګانډیو هیوادونو لپاره اضافي بشري مرستې، امنیت او اقتصادي همکارۍ برابرې شي".

متحده ایالاتو د ۲۰۲۱ کال راپدیخوا د اوکراین سره ۱.۴ ملیارده ډالر مرسته کړې او دا اضافي مرستې په اوکراین د روسیې د یرغل له کبله د پیدا شوي کړکیچ څرګندونه کوي.

په اوکراین د روسیې د یرغل له کبله د یو ملیون څخه ډیر اوکرانیان مجبور شوي چې خپل هیواد پریږدي او نورو هیوادونو ته کډه شي. د جمهور رئیس جو بایډن حکومت تیره اوونۍ کانګرس ته ویلي و چې ۳.۵ ملیادره اضافي پیسې د دفاع وزارت (پنټاګان) او ۲.۹ ملیارده ډالر د بشري مرستو لپاره غواړي.

ګمان کیږي چې د حکومت دا غوښتنه به په کانګرس کې جمهوري غوښتونکي او دیموکراتان ومني ځکه چې په اوکراین د روسیې یرغل د دواړو ګوندونو جګپوړو چارواکو غندلی .

د اوکراین سره ددې اضافي مرستو تر څنګ سپینې ماڼۍ د کانګرس څخه د ۲۲.۵ ملیاردو ډالرو اضافي پیسو غوښتنه کړې چې د کرونا اړوند لګښتونه پرې پوره کړي.

XS
SM
MD
LG