د لاس رسي وړ اتصالات

سپینې ماڼۍ د ټرمپ له خوا د څو ګمارل شویو مقاماتو د استعفا غوښتنه کړې


سپینې ماڼۍ د امریکا د پوځي اکاډمۍ، هوایي اکاډمۍ او سمندري اکاډمۍ د بورډ د ۱۸ غړو د استعفا غوښتنه کړې چې د متحده ایالاتو مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګمارلي دي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي د چارشنبې په ورځ سپتمبر اتمې (وږي ۱۷) وویل چې ولسمشر جو بایډن غواړي چې دغه ډول مقامات "ددې حکومت د ارزښتونو سره" اړخ نه لګوي.

سپینې ماڼۍ ویلي چې که دغه ۱۸ کسان د ټاکل شوي مهلت – د چهارشنبې سپتمبر اتمې ماښام ۶:۰۰ –پورې استعفا ونکړي، ټول به له کاره ګوښه کړای شي.

ددغو ۱۸ کسانو په جمله کې د ډونالډ ټرمپ سلاکاره کیلي‌ان کانوی او د ډونالډ ټرمپ د حکومت په وخت د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر، شامل دي.

میرمن ساکي په یو خبري کنفرانس کې وویل: "پریږدم چې نور یې وارزوي چې آیا کیلي‌ان کانوی او شان سپایسر او نور د شرایطو واجد دي...چې پدغه بورډ کې دنده وکړي."

د سپینې ماڼۍ ویاندې وویل هغه غوښتنې چې ولسمشر بایډن یې ددغو پوستونو متصدیانو ته په پام کې لري د ګوند غړیتوب ندی بلکه دادي چې آیا دغه کسان د خدمت د شرایطو وړتیا لري او آیا د حکومت د ارزښتونو سره همغږي دي که نه.

په غبرګون کې میرمن کانوی په یو ټویټري پیغام کې ولسمشر جو بایډن ته په خطاب کې لیکلي دي: "زه استعفا نکوم، خو ته باید استعفا وکړې."

شان سپایسر چې د متحده ایالاتو د سمندري اکاډمۍ د بورډ د غړي په توګه ګمارل شوی و له استعفا کولو ډډه کړې او ویلي یې دي: "خپله استعفا نه وړاندې کوم او ددې غوښتنې په وړاندې به دعوا وکړم."

د ښاغلي ټرمپ د حکومت د بودجې رئیس رس ووټ، هم د ۱۷ تنو په جمله کې دی. هغه په یو ټویټر باندې د استعفا نه کولو خبر ورکړی او لیکلي یې دي چې لا یې د خدمت درې کلنه دوره پدې مقام کې نده پوره شوې.

ددغه پوځي بورډونو غړي د متحده ایالاتو ولسمشر ته د مختلفو مسایلو د هغې جملې څخه د روحیې، انضباط، درسي نصاب، زده کړې او تجهیزات او اکاډمیکو لارو چارو په اړه مشوره ورکوي.

XS
SM
MD
LG