د لاس رسي وړ اتصالات

سپینې ماڼۍ او کانګرس په دوه ټریلیون ډالرو بیړنۍ مرستې موافقه وکړه


د سپینې ماڼۍ او سنا مذاکره کوونکي
د سپینې ماڼۍ او سنا مذاکره کوونکي

سپینې ماڼۍ او د کانګرس د سنا جرګې نن د مارچ په ۲۵ د چهارشنبې د ورځې په سهار د امریکا د متحده ایالاتو د دوه ټرلیون ډالرو اقتصادي او روغتیایي مرستې په طرحه موافقه وکړه.

د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې مذاکره کوونکو اعلان وکړ چې امریکایي سناتوران او د جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د حکومت مقاماتو په پراخې بیړنۍ اقتصادي مرستې موافقه وکړه چې د کروناویروس د خپریدو په وجه ددې هیواد اقتصاد ته رسیدلی تاوان کم شي.

په سنا کې د جمهوري غوښتونکي اکثریت ګوند مشر سناتور میچ مکانل، وویل چې د څو ورځو پرله پسې مذاکراتو جمهوري غوښتونکو او دموکراتانو د کروناویروس سره د مقابلې لپاره د مرستو په تاریخي طرحې موافقه وکړه او د هغه په وینا سنا به نن دغه لایحه تصویب کړي.

په سنا کې د اقلیت دموکرات ګوند مشر سناتور چک شومر، دغه لایحه «د امریکا د تاریخ ستره ژغورونکې بسته» وبلله او وویل چې ستره او چټکه مرسته په لار ده.

ددغې لایحې له مخې د امریکا د متحده ایالاتو اکثر څلور کسیزې کورنۍ به ۳۰۰۰ ډالر چک ترلاسه کړي.

پدغه پروګرام کې د هر بالغ وګړي سره د ۱۲۰۰ ډالرو او د هر ماشوم لپاره د ۵۰۰ ډالرو یو ځلي مرسته شامله ده چې په مستقیمه توګه به ددې هیواد اوسیدونکو ته ورکړل شي.

همداشان د هوایي شرکتونو او روغتونونو په ګډون سترو شرکتونو، ښارونو او ایالتونو ته د ۵۰۰ میلیاردو ډالرو پور ورکول کیږي او شاوخوا ۳۵۰ میلیارد ډالر به کوچنیو شرکتونو ته ورکړل شي چې د خپلو کارکوونکو او کارګرانو معاشونه ورکړي.

دغه اقتصادي او روغتیایي مرستې په داسې حال کې کیږي چې په امریکا کې څه دپاسه ۵۵۰۰۰ کسان په کروناویروس اخته شوي او ددې ویروس په وجه څه دپاسه ۸۰۰ تنه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG