د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د روسیې په وګنر ګروپ بندیزونه ولګول


سپینې ماڼۍ ویلي چې وګنر ګروپ تازه د اوکراین جګړې لپآره څه باندې ۵۰ زره جنګیالي استولي دي.
سپینې ماڼۍ ویلي چې وګنر ګروپ تازه د اوکراین جګړې لپآره څه باندې ۵۰ زره جنګیالي استولي دي.

سپینې ماڼۍ جمعه جنوري ۲۰ (مرغومي۳۰) اعلان وکړ چې د وګنر ګروپ په نامه د روسیې خصوصي نظامي شرکت چې په اوکراین کې د روسیې د جګړې ملاتړ کوي، څو ملیتي جنایي سازمان اعلانوي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږۍ کوونکي جان کربي امریکا غږ سره په مرکې کې وویل چې پدې ډلې بندیزونه لګوي تر څو په نړۍ کې یې د فعالیت وړتیا محدوده شي.

د متحده ایالاتو د دې اعلان له کبله به په امریکا کې د وګنر ګروپ شتمني کنګل شي، امریکایي اتباع به اجازه ونلري چې دې ډلې ته مالي مرستې، خدمات او یا وسایل برابر کړي.

ښاغلي کربي زیاته کړه چې دا بندیزونه به د متحده ایالاتو د خزانې وزارت لخوا اعلان او د راتلونکې اوونۍ څخه وروسته د اعتبار وړ وګرځي.

د سپینې ماڼۍ دې جګپوړي چارواکي زیاته کړه چې تر دې وړاندې هم کوم بندیزونه چې متحده ایالاتو په روسیې د وسلو د صادراتو د کنټرول په برخې کې لګولي، په غیر مستقیمه توګه د وګنر ګروپ په فعالیتونو څه نا څه اغیز درلود خو دا ځل په ځانګړې توګه دا ډله په نښه شوې.

د وګنر ګروپ مشري د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین یو نږدې معتمد کوي او سپینې ماڼۍ د نورو هیوادونو څخه هم غوښتي چې پدې ډلې بندیزونه ولګوي.

دا ډله چې د روسیې پخواني نظامیان یې غړي دي، تازه یې په اوکراین کې خپل فعالیت ډیر کړی او د دې تر څنګ په سوریه، لیبیا، سودان، مرکزي افریقا جمهوریت، موزامبیق او مالي کې هم فعالیت لري.

د وګنر په ګروپ تور دی چې په یو شمیر هیوادونو کې یې بشري حقونه پایمال کړي.

د جمهور رئیس جو بایډن حکومت همدرانګه داسې انځورونه خپاره کړي چې پکې ښودل کیږي روسي اورګاډي د شمالي کوریا څخه توغندي او راکټونه د وګنر ګروپ ته انتقالوي.

د متحده ایالاتو حکومت دا انځورونه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته سپارلي او دا کار یې د وسلو د انتقال په برخې کې د امنیت شورا د پریکړه لیکونو څخه سرغړاونه بللې.

سپینې ماڼۍ تیره میاشت تائید کړه چې د وګنر ګروپ شاوخوا ۵۰ زره جنګیالي اوکراین ته د جګړې لپاره استولي دي چې ۴۰ زره یې داسې کسان دي چې د روسیې په زندانونو کې استخدام شویدي.

ویل کیږي هغه زندانیان چې د وګنر ګروپ سره د یو ځای کیدو لپاره قراردادونه لاسلیک کوي، د میاشتې شاوخوا ۳ زره امریکایي ډالر تنخوا ورکول کیږي.

مبصرین چې د وګنر ګروپ په هکله معلومات لري، وایي چې ۸۰ په سلو کې زندانیان چې دې ډلې په اوکراین کې د جګړې کولو لپاره استخدام کړي، د جګړې په ډګر کې وژل شوي.

دا مبصرین وایي چې د قرارداد له مخې زندانیان باید شپږ میاشتې په جګړې کې برخه واخلي او د زرګونو زندانیانو څخه د وګنر ګروپ استخدام کړي یوازې ۱۰۶ یې د شپږ میاشتني قرارداد پوره کولو څخه وروسته بخښل شوي او اجازه ورکړل شوې چې خپلو کورونو ته ستانه شي.

جان کربي هم وویل چې دا زندانیان پرته لدې چې د جګړې کولو لپاره وروزل شي، اداري وړتیاوې ورکړل شي او یا سوق او اداره باندې پوه شي، جګړې ته ګمارل کیږي.

XS
SM
MD
LG