د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: تهران کې د یوې ځوانې نجلۍ مړینه " نه بخښل کیدونکې" ده


مهسا امیني
مهسا امیني

د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار په ایران کې د هغې ځوانې نجلۍ په مړینې ژوره اندیښنه څرګنده کړې چې د "اخلاقي امنیت پولیسو" لخوا تر نیول کیدو وروسته مړه شوه.

جیک سلیوان په اعلامیې کې ویلي چې د دې ۲۲ کلنۍ نجلۍ مهسا امیني مړینه "نه بخښل کیدونکې "ده.

ښاغلي سلیوان ویلي، " د راپورونو له مخې هغه د ایران د اخلاقي امنیت پولیسو د قید پر وخت وهلې. مونږ به د بشري حقونو د دا شان سرغړاونو څخه د ایراني چارواکو مسؤل بللو ته ادامه ورکړو".

ویل کیږي چې دا نجلۍ د خپلې کورنۍ سره یو ځای تهران ته د سیل لپاره تللې وه چې پولیسو د همدې روانې سپټمبر د میاشتې په ۱۴ مې ونیوله او تر نیول کیدو نږدې دوه ساعته وروسته د کوما په حالت کې روغتون ته یوړل شوه او نن جمعه سپټمبر ۱۶ مړه شوه.

په ایران کې محلي مطبوعاتو ویلي چې پولیسو دا نجلۍ د اورګاډي سټیشن سره نږدې چې د خپلو وروڼو سره ولاړه وه او "نامناسب حجاب" یې کړی و، ونیوله.

په عین حال کې د ایران لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي په ایراني چارواکو غږ کړی چې د میرمنو پر ضد تشدد پای ته ورسوي او د هغو کسانو سره یې د حساب کولو غوښتنه کړې چې ددې نجلۍ په مړینې کې مسؤل دي.

رابرټ مالي پدې هکله په ټویټر کې لیکلي، " په قید کې د مهسا امیني مرګ چې د نامناسب حجاب له کبله نیول شوې او زخمې شوې وه، زړه بوږنوونکی دی".

ښاغلي مالي د دې ۲۲ کلنۍ نجلۍ د کورنۍ سره خواخوږي هم څرګنده کړې.

سره لدې چې تر اوسه تائید شوې نده آیا دا نجلۍ د قید پر وخت شکنجه شوې او که نه خو پولیسو ویلي چې د پیښې په هکله تحقیقات کوي او وروستي معلومات به د مطبوعاو سره شریکوي.

XS
SM
MD
LG