د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: بایډن اوکراین ته د تګ هیڅ پلان نلري


پداسې حال کې چې د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن څخه غوښتي چې د روسیې د یرغل په مقابل کې د ملاتړ د څرګندولو لپاره کیف ته سفر وکړي خو سپینه ماڼۍ وایي ښاغلی بایډن د سفر کولو هیڅ پلان نلري.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي دوشنبه اپریل ۱۸ (وري۲۹) خبریالانو ته وویل،"د جمهور رئیس لپاره د تګ هیڅ پلان نشته".

سره لدې چې د بریتانیې په ګډون د ګڼ شمیر اروپایي هیوادونو مشرانو وروسته تر هغه چې روسیې په اوکراین یرغل وکړ، کیف ته یې سفرونه وکړل او د هغه هیواد د جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي سره یې وکتل خو ویل کیږي چې د ښاغلي بایډن سفر کول به په امنیتي لحاظ خورا ستونزمن کار وي.

متحده ایالاتو ویلي چې د ښاغلي بایډن پر ځای به ښایي د حکومت کوم جګپوړی چارواکی چې یا به د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنیکن او یا هم د دفاع وزیر لیوډ آستن وي، د کیف سره د ملاتړ د څرګندولو په خاطر اوکراین ته واستوي.

پخپله جمهور رئیس جو بایډن هم تیره اوونۍ ویلي و چې اوکراین ته د یو جګپوړي چارواکي په لیږلو پریکړه کوي.

لا معلومه نده چې د متحده ایالاتو کوم جګپوړی چارواکی به اوکراین ته ولاړ شي خو د سپینې ماڼې ویاندې وویل چې د هر چا د لیږلو پریکړه وشي، د امنیتي دلایلو په خاطر به پدې هکله معلومات په ډاګه نشي.
د فبروري د میاشتې په ۲۴ مې نیټې چې روسیې په ګاونډي هیواد اوکراین یرغل وکړ، متحده ایالاتو په کیف کې خپل سفارت وتاړه. خو میرمن ساکي په خبري کنفرانس کې تائید کړه چې هیله مندي شته د امریکا سفارت به بیرته پرانیستل شي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې په کیف کې د امریکا د سفارت د بیرته پرانیستلو د نیټې په هکله نور معلومات ورنکړل خو دومره یې وویل چې "د شک پرته دا زمونږ هدف دی. هلته دیپلوماتیک شتون مهم دی".

تر دې وړاندې د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي د امریکا د سي ان ان تلویزوني شبکې سره د یکشنبې په ورځ مرکې کې ویلي و چې فکر کوي ښاغلی بایډن به کیف ته ورشي خو تر څنګ یې دا هم ویلي و چې "دا د هغه پریکړه ده او د خوندیتوب او امنیت پورې اړه لري."

XS
SM
MD
LG