د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن په سپینه ماڼۍ کې د کوچني اختر د مراسمو کوربتوب کوي 


د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن او میرمن یې جیل بایډن د دوشنبې په ورځ می دوهمه (غوایي ۱۲) په سپینه ماڼۍ کې د کوچني اختر په مناسبت د یوې میلمستیا کوربتوب کوي.

ټاکل شوې پدغو مراسمو کې د متحده ایالاتو د ولسمشر د مرستیالې کاملا هریس میړه ډګ امهوف، هم حضور ولري.

سپینې ماڼۍ د یکشنبې په ورځ ناوخته می لومړۍ نیټه په یو بیان کې د ښاغلي بایډن له قوله لیکلي: "د ټولو لپاره د دین د ازادۍ دود زمونږ هیواد غښتلی کوي او موږ به د ټولو عقیدو او شالیدونو لرونکو امریکایانو سره کار ته دوام ورکړو ترڅو د دې بنسټیزو اصولو سره زموږ د ډله ایزې ژمنې ساتنه وکړو او هغه ژور کړو."

ښاغلي بایډن پدې بیان کې ویلي: "سږکال مونږ په سپینه ماڼۍ کې د اختر د لمانځلو دود او د الهام بخښونکو امریکایانو درناوی بیا له سره پیل کوو چې زمونږ په ټول هیواد کې د یو قوي درک او وحدت لپاره د هڅو مشري کوي."

تیر کال په سپینه ماڼۍ کې د اختر د لمانځلو مراسم د کروناویروس د محدویتونو په وجه په مجازي توګه ترسره شوي وو.

د سپینې ماڼۍ په بیان کې همداشان راغلي: "د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په میلیونو مهاجر او بیځایه شوي خلک دغه سپیڅلې رخصتي د خپلو کورنیو څخه لرې او د خپلې راتلونکې څخه په ډاډ نه درلودلو لمانځي."

د متحده ایالاتو ولسمشر ټینګار کړی دی چې "د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ځپل شویو خلکو لپاره د هیلې د څرک په توګه" د امریکا ژمنه باید ترسره شي.

XS
SM
MD
LG