د لاس رسي وړ اتصالات

سپینې ماڼۍ کې د هند صدراعظم هرکلي لپاره سره غالۍ غوړیږي


د هند صدراعظم نریندرا مودي په رسمي سفر متحده ایالاتو ته راغلی او ټاکل شوې چې د پنجشنبې په ورځ جون ۲۲ به په سپينې ماڼۍ کې د جمهور رئیس جو بایډن سره وګوري.

سپینه ماڼۍ پلان لري ښاغلي مودي ته د دولتي ماښامانۍ پر وخت هغه سره غالۍ وغوړوي چې تر ټولو د لوړې کچې او پرتمینو ملاقاتونو لپاره پدې ماڼۍ کې غوړول کیږي.

جمهور رئیس بایډن د مودي څخه وړاندې دا غالۍ یوازې دوه ځلې په سپینې ماڼۍ کې غوړولې. سپینې ماڼۍ دا ډول تشریفات یو ځل د فرانسې جمهور رئیس ایمانیول مکرون او بل ځل د جنوبي کوریا جمهور رئیس یون سوک یول ته د رسمي ملاقاتو پر وخت ترتیب کړي و چې دواړه یې د متحده ایالاتو د تړون متحدین دي.

سره لدې چې سپینې ماڼۍ ته د دولتي مشرانو په توګه د هیوادونو صدراعظمانو ورتګ "رسمي ملاقاتونه" بلل کیږي خو دا ځل د هند د صدراعظم نریندرا مودي ملاقات "رسمي دولتي ملاقات" بلل شوی چې په ښکاره توګه څرګندیږي هند څومره د متحده ایالاتو لپاره مهم دی.

د متحده ایالاتو د تشریفاتو له مخې په سپینه ماڼۍ کې د "رسمي دولتي ملاقات" درجه شاهانو او یا جمهور رئیسانو لیدو کاتو ته ورکول کیږي چې په عین حال کې پخپلو هیوادونو کې د حکومت مشران هم وي.

سپینې ماڼۍ تر اوسه ندي ویلي چې ښاغلي مودي ته دا ځل ولې دا ځانګړي تشریفات نیول کیږي خو تر دې وړاندې چې ښاغلی مودي درې ځله سپینې ماڼۍ ته په ۲۰۱۴، ۲۰‍۱۶ او ۲۰۱۷ کال کې ورغلی، ملاقاتونه یې په ترتیب سره " کاري ملاقات، کاري غرمنۍ، او رسمي کاري ملاقات" بلل شویدي.

د هند صدراعظم هم متحده ایالاتو ته تر روانیدو وړاندې په یوې اعلامیې کې ویلي و چې سپینې ماڼۍ ته د ورتګ لپاره د بایډن بلنه د "د دواړو دموکراسیو تر منځ د همکارۍ قوت څرګندوي".

د متحده ایالاتو حکومتونو څه باندې شل کاله کیږي چې هند خپل مهم شریکبان بولي. پخوانیو جمهور رئیسانو بل کلنټن، جورج ډبلیو بوش، براک اوباما او ډونالډ ټرمپ نوي ډهلي ته سفرونه کړي چې د واشنګټن څخه په الوتکې کې ۱۵ ساعته وخت نیسي.

پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ چې بیا یې ځان د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د جمهوري غوښتونکو ګوند په استازیتوب کاندید کړی په ۲۰۱۹ کال کې د امریکا د ټسکاز په ایالت کې د لسګونو زرو هندوستانیانو په یوې غونډې کې د نریندرا مودي ستاینه وکړله او په ۲۰۲۰ کال کې کله چې ښاغلی ټرمپ د هند احمد آباد ته ولاړ، څه باندې ۱۰۰ زره کسان یې لیدو ته ورغلي و.

خو دا چې اوسنی جمهور رئیس جو بایډن د ښاغلي مودي لپاره د رسمي ملاقات پر وخت څه ډول تشریفات ترتیب کړي، د امریکا هیڅ جمهور رئیس داسې کار ندی کړی.

په سپینې ماڼۍ کې تر ټولو په لوړه کچه میلمه پالنه، د راتګ او تګ پر وخت ځانګړي تشریفاتي مراسم، د سپیې ماڼۍ په میلمستون کې عصري ماښامانۍ او پ همدې میلمستون کې د پاتې کیدو ترتیبات چې د سپیې ماڼۍ څخه یوازې یوه کوڅه لیرې ده، هغه څه دي چې د ښاغلي مودي لپاره په نظر کې نیول شوي.

نریندرا مودي ته به همدارنګه د پنجشنبې په ورځ بلنه ورکړل شي چې د متحده ایالاتو د کانګرس دواړو خونو ته وینا وکړي. دا کانګرس ته د ښاغلي مودي دویمه وینا وي. لومړۍ وینا یې په ۲۰۱۶ کال کې کړې وه.

نریندرا مودي په ۲۰۱۶ کال کې هم د کانګرس دواړو خونو ته وینا کړې وه.
نریندرا مودي په ۲۰۱۶ کال کې هم د کانګرس دواړو خونو ته وینا کړې وه.

جمهور رئیس بایډن ښاغلي مودي ته دا ځانګړي تشریفات د دوه دلایلو له کبله کوي. یو یې د هند قوي کول دي چې د چین سره د مقابلې جوګه شي او بله دا چې دیته وهڅول شي چې د روسیې څخه وسلې ونه پیري.

د هند – آرام سمندر هیوادونو د دفاعي چارو لپاره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ایلي راټنر څه موده وړاندي ویلي و د متحده ایالاتو لپآره "داسې یو هند مهم دی چې قوي وي او وکړی شي د خپلو ګټو او خودمختارۍ دفاع وکړي".

هند یوازینی هیواد دی چې په تیرو څو لسیزو کې یې د چین سره مخامخ جګړه کړې او واشنګټن پدې نظر دی چې د نوې ډهلي سره یې قوي همکاري د هند-آرام سمندر په سیمه کې د آزادۍ لپاره مهمه ده.

د هند صدراعظم هم ویلي چې د هند – آرام سمندر په سیمه کې د آزادۍ د ګډ هدف لپاره د متحده ایالاتو سره همکاري پراخوي.

په هند کې سیمه ایزو مطبوعاتو بیا ویلي چې په پلان کې ده ښاغلی مودي په سفر کې د ۳ ملیاردو ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړي چې له مخې به یې هند څه باندې ۱۰ برید کوونکي بې پیلوټه یا ډرون الوتکې وپیري چې د چین او پاکستان سره خپله ګډه پولې پرې وڅاري.

XS
SM
MD
LG