د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د لوڅو فلمونو له ستورې نه دعوه ګټلې ده - سپینه مانۍ


سپینه ماڼۍ وايي ولسمشر ټرمپ د لوڅو یا (سکس) فلمونو له ستورې، سټورمي دانیلز څخه حقوقي دعوه ګټلې ده.

د ولسمشر ټرمپ ویاندې سارا هکبي سندرز له هغې وروسته دا خبره وکړه چې سټورمي دانیلز له ولسمشر ټرمپ سره په جنسي اړیکو باندې د خبرو د حق غوښتلو لپاره محکمې ته عریضه وکړه.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي د ولسمشر ټرمپ مدافع وکیل تېره اونۍ په پټه داسې یو موقتي حکم ترلاسه کړی چې دانیلز یې په دې اړه له خبرو کولو منع کړې ده. د راپور په اساس دغه حکم په محکمه کې ولسمشر ټرمپ له ماتې ژغوري.

د دانیلز اصلي نوم ستفیني کلیفورد دی، هغې ویلي پر داسې قانوني اقداماتو به لاس پورې کړي چې له کوم ډار پرته له ولسمشر ټرمپ سره د خپلو جنسي اړیکو په اړه خبرې وکړی شي.

هغې ویلي چې له ولسمشر ټرمپ سره یې په ۲۰۰۶ کال کې جنسي روابط درلودل. ټرمپ په ۲۰۰۵ کال کې له میلانیا سره واده وکړ. دا د هغې درېیمه ښځه ده.

د میرمن دانیلز او ولسمشر ټرمپ د مدافع وکیل مایکل کوهین ترمنځ د شوي تړون په اساس به دانیلز له ولسمشر سره خپل جنسي روابط پټ ساتي. ښاغلي کوهین ویلي دي چې د دغه قرارداد په بدل کې یې دانیلز ته ۱۳۰ میلیونه ډالر ورکړي دي.

خو، سټورمي دانیلز اوس وايي چې دا قرارداد ځکه نه مني چې ولسمشر ټرمپ نه دی امضا کړی. په همدې حال کې سپینې ماڼۍ له دانیلز سره هر ډول تړون او هغې ته د پېسو ورکول رد کړي دي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې وویل "ما په دې اړه له ولسمشر سره خبرې وکړې. موږ دا قضیه ګټلې وه او ولسشمر په دې اړه او د پېسو د ورکولو په اړه هېڅ معلومات نلري او دا ډول ادعاوې یې رد کړې."

خو د دانیلز مدافع وکیل مایکل اویناتي وايي هغه پټ حکم چې د فبرورۍ په ۲۷ خپور شوی دی ورته د منلو نه دی او موکله به یې خپله دعوه روانه وساتي.

XS
SM
MD
LG