د لاس رسي وړ اتصالات

سپینې ماڼۍ کې د اوباما او د هغه د مېرمنې له تصویرونو پرده پورته شوه


ولسمشر جو بایډن او لومړۍ مېرمن جیل بایډن پرون چهارشنبې ۷ سپتمبر (وږې ۱۶) پخوانی ولسمشر اوباما او د هغه مېرمن ددې دپاره بللي وو چې په سپینه ماڼۍ کې د هغوی له جوړو شويو تصویرونه څخه پرده پورته کړي.

په سپینه ماڼۍ کې د بارک اوباما او میشل اوباما د تصویرونو د پرانیستلو په غونډه کې ولسمشر بایډن، اوباما د امریکا په تاریخ کې "یو له تر ټولو اغېزناکو ولسمشرانو څخه" یاد کړ.

اوباما هم د بایډن صفت وکړ او وې ویل چې "امریکا خوشبخته ده" چي د بایډن په څېر ولسمشر لري او د هغه د "شرافت" او "زړورتیا" له امله یې ورڅخه مننه وکړه.

ښاغلي اوباما زیاته کړه: "تر ټولو مهمه، د امریکا پر خلکو او ډیموکراسۍ باندې ستاسې له باور مننه کوم. له هغه وخته چې تاسې واک اخیستی، امریکا بهتر وضعیت لري. موږ ټول دې مننه او قدرداني کوو".

میشل اوباما خپل د ژوند داستان بیان کړ چې یوه تور پوستې نجلۍ څنګه د شیکاګو په یوې بې وزلې ټولنه کې له لویېدو وروسته د امریکا لومړۍ مېرمن شوه. هغې وویل، دا ورځ د هغې او د هغې د مېړه او یا د دوی د تصویرونو په اړه نه بلکه د امریکا د ارزښتونو په اړه ده.

هغې وویل: "ددې هېواد ارزښتونه د توکم، نسب او شتمنۍ پر اساس ندي ولاړ. دلته ټول خلک مساوي حق لري. که هغه یو ماشوم وي چې ځان په دوو بسونو او ریل کې تر ښوونځې رسوي، یا هغه مور چې خپل اولاد ته د نفقې دپاره دوه ځایه کار کوي، او یا هغه تازه کډوال چې دلته د ځان دپاره نوې سرپناه مومي او خپل د خوښې راتلونکي مسیر ټاکي".

د میشل اوباما تصویر شارون سپرنګ کښلی او د ښاغلي اوباما د تصویر انځورګر رابرټ مککرډي دی چې د ډالای لاما او نېلسن منډېلا د تصویرونو په رسمولو یې شهرت موندلی دی.

ښاغلی اوباما د مسخرې په ډول وویل: "ستاسو پام دی چي هغه په دې تصویر کې زما سپین وېښته ندي پټ کړي. هغه زما دا غوښتنه هم ونه منله چې زما غوږونه کوچني وښيي".

په امریکا کې برحال ولسمشر معمولا له ځان وړاندې ولسمشر سپینې ماڼۍ ته رابلي او په سپینه ماڼۍ کې یې له تصویر څخه پرده پورته کوي.

خو دغه رسم د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ په واکمنۍ کې مات شو. ټرمپ هغو آوازو او دسیسو ته لمن ووهله چې ویل یې براک اوباما په امریکا کې ندی زېږېدلی او د امریکا د ولسمشرۍ مستحق ندی.

په سپینه ماڼۍ کې د لومړني ولسمشر جورج واشنګټن څخه نیولې د امریکا د ټولو پخوانیو ولسمشرانو تصویرونه نصب شوي دي. د ۱۹۶۵ کال راهیسې، ددې تصویرونو لګښت د سپینې ماڼۍ د تاریخ لیکنې د ټولنې پر غاړه دی.

ددې ټولنې مشر سټیورټ مکلارین وویل: "موږ اوس ددې تصویرونو یوه بشپړه ټولګه جوړه کړې ده ددې دپاره چې ټول [ولسمشران] پکې راونغاړل شي".

خو د تصویرونو پدې ټولګه کې چې د یو ولسمشر تصویر نه ښکاري، هغه پخوانی ولسمشر ټرمپ دی. هغه د ۲۰۲۰ په عمومي ټاکنو کې د خپلې ماتې له منلو پرته سپینه ماڼۍ پرېښوده.

سپینې ماڼۍ د ټرمپ د تصویر د وراضافه کولو د احتمال په اړه څه ندي ویلي.

XS
SM
MD
LG