د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د لوړپوړي امریکايي جنرال پر کلکو انتقادونو غږیږي


د امریکا د پوځ لوی درستیز، د سمندري قواوو ستر جنرال مایک مولن د امریکا د سنا یوې استماعیه غونډې ته وویل چې د حقاني شبکې د پاکستان د آی اس آی د سازمان په مرسته په افغانستان کې پر امریکايي اهدافو باندي حملې کړي دي.
د امریکا د پوځ لوی درستیز، د سمندري قواوو ستر جنرال مایک مولن د امریکا د سنا یوې استماعیه غونډې ته وویل چې د حقاني شبکې د پاکستان د آی اس آی د سازمان په مرسته په افغانستان کې پر امریکايي اهدافو باندي حملې کړي دي.

دا اوونې پداسي حال کې چې امریکايي چارواکو پر پاکستان د ترهګرو د ملاتړ په تړاو خپلې نیوکې نرمې کړي، پاکستان کې د سیاسي ګوندونو استازې له حکومت سره د هیواد د مهمو سیاسي حالاتو په اړه خبرو ته سره راټول شوي دي.

د چارشنبې په ورځ سپینې ماڼۍ د امریکا د پوځ د لوړ رتبه افسر څرګندونو د تایید نه ډډه وکړه چې وايي د حقاني شبکه د پاکستان د استخباراتي سازمان د راسته لاس په توګه فعالیت کوي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني وویل چې که څه هم د امریکا د پوځ د لویو درستیزانو د کمېټې د ریْس، ستر جنرال مایک مولن څرګندونو د امریکا د حکومت د دریځ سره سمون خوړو، خو هغه به یې په دې ډول او ژبه بیان نکړي.

کارني وویل:

"زه به یې په دې ژبه بیان نه کړم. زما په آند هغه مسله چي د پاکستان د حکومت او حقاني شبکې ترمنځ اړیکې شته دا په خپل ذات کې یوه پېچلې مسله ده. خو یو مسله ډیره واضح ده هغه دا چې د حقاني شبکه په پاکستان کې خوندي ځایونه لري او پاکستان د دغو خوندي ځایونو د له منځه وړلو دپاره اقدام نه دی کړی".

د امریکا د پوځ لوی درستیز، د سمندري قواوو ستر جنرال مایک مولن د امریکا د سنا یوې استماعیه غونډې ته وویل چې د حقاني شبکې د پاکستان د آی اس آی د سازمان په مرسته په افغانستان کې پر امریکايي اهدافو باندي حملې کړي دي. خو پاکستان دغه ادعا په کلکه ردوي.

د سپېنې ماڼۍ ویاند ښاغلي کارني وویل چې واشنګټن غواړي چې اسلام آباد د حقاني د شبکې پر ضد اقدمات وکړي خو په عین حال کې یې د ترهګرۍ ضد په جګړه کې د پاکستان د اړینې مرستې پر اهمیت باندي هم ټینګار وکړ.

د ښاغلي مولن دغو څرګندونو پاکستان خوابدی کړی دی او د ځینو امریکایي چارواکو ترمنځ یې اندېښنې په داسې حال کې زیاتې کړي دي چې امریکا باید د پاکستان سره کار وکړي.

په عین حال کې د امریکا د باندنیو چارو وزارت هم د پاکستان د آی اس آی او حقاني شبکې ترمنځ د اړیکو په هکله څرګندونې څیړلي دي. د دې وزارت ویانده ویکتوریا نولاند داسي وايي:

مونږ د مولن د قضاوت ملاتړ کوو چې وايي په پاکستان کې د خوندي ځایونو شتون ډیر خطرناکه دی او مونږ یې پرضد باید په ګډه کار وکړو. جنرال مولن دا هم وویل چې پرته له دې نه چې امریکا او پاکستان په ګډه کار وکړي چې دا ستونزه حل کړي، بله هیڅ لاره نلري.

په عین حال کې د پاکستان د سیالو ګوندونو مشرانو نن د پنجشنبې په ورځ غونډه وکړه چې پر هغو تورونو باندي بحث وکړي چې وايي د پاکستان حکومت د القاعدې سره تړلي شبکې سره اړیکې لري.

د پنجشنبې د ورځې غونډه د پاکستان د صدراعظم یوسف رضا ګیلاني له خوا تنظیم شوه او په کښي ۵۸ سیاسي، مذهبي او د ګوندونو مشرانو مشرانو برخه واخیسته. په دې غونډه کې د پاکستان د باندنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر هم برخه واخیستله.

دغه بحثونه په داسي حال کې کېږي چې د امریکا د باندنیو چارو وزیرې هلري کلینټن وویل چې امریکا د حقاني پر شبکه باندې د ورستي پړاو مرور کوي چې دغه شبکه د امریکا د باندنیو چارو د وزارت د ترهګرو په تور لست کې واچوي کنه

هغې وویل:

"د حقانې شبکې په هکله، مونږ خپل د مرور په وروستي پړاو کې یو چې د حکومت په کچه پریکړه وکړو چې دا سازمان د ترهګریز سازمان په توګه درج کړو. باید ووایم چې مشران یې دمخه لا د امریکا د ترهګرو په تور لست کې دي".

میرمن کلنټن دا څرګندونې د مصر د باندنیو چارو د وزیر محمد کامل عمر سره له لیدنې وروسته وکړې.

XS
SM
MD
LG