د لاس رسي وړ اتصالات

سپینې ماڼۍ پر اسامه د برید جزیات تصحیح کړل


سپینې ماڼۍ پر اسامه د برید جزیات تصحیح کړل
سپینې ماڼۍ پر اسامه د برید جزیات تصحیح کړل

نن سهار سپینې ماڼۍ په پاکستان کې د اسامه بن لادن د وژلو د عملیاتو په جزیات کې تصحیح اعلان کړه. چارواکي لا تر اوسه فکر کوي چې د هغه د جسد تصویرونه خپاره کړي او که نه، ځکه چې داسې اندیښنې موجودي دي چې له دې کار سره به د امریکا ضد احساسات را وپاریږي.

د سپینې ماڼې ویاند جې کارني پرون خبریالانو ته وویل بن لادن د ځانګړیو قواوو په وړاندې په هغه کور کې چې دی پټ و، مقاومت وکړ.

جې کارني، د سپینې ماڼې ویاند: (( بن لادن او د هغه د کورنۍ غړي ددغې ودانۍ په دوهم او دریم پوړ کې وموندل شول. داسې اندېښنه وه چې کیدای شي بن لادن به د نیولو د عملیاتو مخالفت وکړي، رښتیا هم هغه مقاومت وکړ. له بن لادن سره په کوټه کې یوه ښځه وه، د هغه میرمن وه، پر امریکايي عسکر راغله ځکه پر پښه وویشتل شوه خو ونه وژل شوه. وروسته بن لادن وویشتل شو او ووژل شو. له هغه سره وسله نه وه.))

کارني د امریکايي قواوو په خلاف د بن لادن د مقاومت نور جزیات ورنکړل.

د سپینې ماڼۍ ویاند وویل، په دې اړه به وروسته تصمیم نیسي چې د برید تصویرونه خپاره کړي او که نه.

د امریکا د جمهور رییس مرستیال په دې اړه وویل، دا کار ډیر حیروانوونکی و.

جو بایډن، د امریکا د جمهور رییس مرستیال: ((دا ډیر غټ او تعجب وړ کار وو. او په دې کې نور هیچا لاس نه درلود پرته د امریکاد یوې ډلې عسکرو نه چې دا کار یې کولای شو.))

د امریکا د استخباراتو رییس لیان پنیټا پرون د کانګرس د دواړو جرګو استازو ته د تړلو دروازو تر شا په یوه غونډه کې معلومات ورکړل.

لیان پنیټا، د امریکا د استخباراتو رییس: ((د تورې بورې له قضیې را وروسته موږ د بن لادن تر ټولو کره استخباراتي معلومات لرل. او د همدې معلوماتو پر بنا موږ مکلف و چې اقدام وکړو. او له همدې آمله جمهور رییس دا پریکړه وکړه.))

له ټایم مجلې سره په مرکه کې د سي.آی.اې رییس ویل، امریکا پریکړه وکړه چې د برید خبره وار لمخې د پاکستان چارواکیو ته ونکړي ځکه چې دا ویره وه چې هغوی به یې خبر کړي.

د پاکستان حکومت تر هغه وخت پورې نه وو خبر کړل شوی چې سیمې ته هلیکوپترې ورغلې.

د بن لادن په داسې حال کې وژل کیږي چې په امریکا کې د القاعدې د ۲۰۰۱ کال د سپتمر د ۱۱مې د بریدونو د لسمې کلیزې ته یوازې څو میاشتې پاتې دي.

XS
SM
MD
LG