د لاس رسي وړ اتصالات

د آیوا ایالت د منځنۍ دورې په انتخاباتو کې کاندیدان څوک دي؟

د متحده ایالاتو د منځنۍ دورې په عمومي انتخاباتو کې چې ټاکل شوې د همدې روانې نومبر میاشتې په دریمې نیټې وشي، وار د مخه میلونونو کسانو رایې ورکړي او دا بهیر لا هم روان دی.

د آیوا ایالت چې د امریکا په منځني لویدیځ کې پروت دی، دا ځل په انتخاباتو کې برخلیک ټاکونکی نقش لري ځکه چې دلته نه یوازې د استازو مجلس په څلورو څوکیو بلکې د سنا مجلس یوې څوکۍ باندې سیالي کیږي - داسې څوکۍ چې د کانګرس د سنا په مجلس کې د جمهوري غوښتونکي او دیموکرات ګوند لخوا د اکثریت څوکیو په ګټلو کې به خورا ارزښتناکه وي.

آیوا د متحده ایالاتو د استازو په مجلس کې څلور او د سنا په مجلس کې دوه څوکۍ لري او دا ځل د سنا مجلس یوه څوکۍ تشیږي.

جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په تیرو دوو میاشتو کې دوه ځلې دې ایالت ته سفرونه وکړل ؛ انتخاباتې غونډې یې وکړلې ، د جمهوري غوښتونکي ګوند له کاندیدانو یې ملاتړ څرګند کړ او له خپلو پلویانو یې وغوښتل چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي.

جمهور رئیس ټرمپ د منځنۍ دورې انتخاباتو په لړ کې دوه ځلې د آیوا ایالت ته سفرونه کړي.
جمهور رئیس ټرمپ د منځنۍ دورې انتخاباتو په لړ کې دوه ځلې د آیوا ایالت ته سفرونه کړي.

د اوس لپاره د متحده ایالاتو په کانګرس کې د آیوا ایالت د استازیتوب ټولې شپږ واړه څوکۍ د جمهوري غوښتونکي ګوند سره دي خو سناتورې جوني ارنست چې د ۲۰۱۴ کال راهیسې یې د خپل ایالت استازیتوب کاوه، پریکړه کړې چې په ۲۰۲۶ کال کې ځان نه کاندیدوي.

د میرمن ارنست د څوکۍ ګټلو لپاره د جمهوري غوښتونکي ګوند لخوا اشلي هینسن سیالۍ ته دانګلي او ټاکل شوې چې د نومبر په دریمې نیټې د دیموکرات ګوند کاندید جاش توریک سره مخامخ شي.

میرمن هینسن د استازو په مجلس کې د آیوا ایالت د دویمې حوزې استازې ده او د دیموکرات ګوند کاندید جاش توریک چې په پښو معیوب دی ، د باسکټبال په لوبې کې یې نوم ګټلی او د اوس لپاره پخپل ایالت کې د استازو مجلس غړی دی.

د کانګرس استازو مجلس لپاره د آیوا ایالت لومړۍ حوزې څخه د دیموکرات ګوند کاندیده کرسټینا بوهانن او د همدې حوزې څخه د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندیده ماریانیت میلر-میکس ده.

میرمن بوهان د حقوقو پروفیسره ده او پخوا د آیوا د ایالتي استازو د مجلس غړې وه. د هغې سیاله، میرمن میلر -میکس د ۲۰۲۱ کال راهیسې د کانګرس د استازو په مجلس کې د خپلې حوزې استازیتوب کوي او پوځي سابقه هم لري.

له دریمې حوزې څخه بیا د جمهوري غوښتونکي ګوند لخوا زک نون او د دیموکرات ګوند سارا ترون ګریوت سیالي کوي. ښاغلی نون د امریکا د هوایي ځواکونو متقاعد افسر دی او د ۲۰۲۳ کال راهیسې د کانګرس د استازو مجلس غړی دی. میرمن ګریوت بیا د آیوا د ایالتي سنا غړې ده، د خیریه او مذهبي مؤسسو سره کاري تجربه لري.

د والي د مقام لپاره د دیموکرات راب سینډ او جمهوري غوښتونکي زک لان تر منځ سیالي کیږي. د دې ایالت د انتخاباتو د قانون له مخې، والي د څلورو کلونو لپاره ټاکل کیږي او دا چې څو ځله یو تن کولی شي ددې تر ټولو لوړ ایالتي مقام لپاره ځان کاندید کړی، کوم حد ندی ټاکل شوی.

اوسنۍ والۍ کیم ریونالډ چې د ۲۰۱۷ کال راهیسې پدې مقام کې ده، دا ځل یې په انتخاباتو کې ځان ندی کاندید کړی او ویلي چې غواړي خپلې کورنۍ ته پام وکړي. هغه لومړنۍ میرمن وه چې ددې ایالت د والي مقام ته وټاکل شوه.

د آیوا ایالت د لویې څارنوالۍ مقام لپاره د نیت ویلیمز او برحالې څارنوالې برینا برډ تر منځ سیالی کیږي. ویلیمز د ډیموکرات او برډ د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندیده ده.

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG