د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان وپیژنئ


جو بایډن د ډیموکراټ ګوند نوماند دی او د متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر، ډونالډ ټرمپ بیا تر اوسه د جمهوري غوښتونکو نوماندانو په منځ کې مخکښ نوماند دی.
جو بایډن د ډیموکراټ ګوند نوماند دی او د متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر، ډونالډ ټرمپ بیا تر اوسه د جمهوري غوښتونکو نوماندانو په منځ کې مخکښ نوماند دی.

په امریکا کې د ۲۰۲۴ کال ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د جمهوري غوښتونکي ګونډ پنځه تنه سیاستوال ددغه ګوند د نوماندۍ لپاره پداسې حال کې سیالي کوي، چې ولسمشر جو بایډن د ډیموکراټ ګوند احتمالي نوماند دی او همدارنګه ددغه ګوند یو شمیر خپلواک نوماندان هم د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو لپاره په سیالۍ کې شامل دي.

د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماندان

ډونالډ ټرمپ

ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۰ کال د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو بدلولو لپاره د دسیسو د جوړولو په ګډون په څلورو قضیو کې تورن شوی دی، خو هغه تل دغه تورونه رد کړي او باور لري چې دغه تورونه د خلکو په منځ کې د نوموړي ملاتړ پياوړی کوي.

ټرمپ ددې قضیو څخه نه یواځې د جمهوري غوښتونکو په منځ کې د خپل شهرت د لوړولو او د مالي بسپنو د راغونډولو په موخه ګټه اخیستی، بلکې د هغه سره یې مرسته کړې چې د جمهوري غوښتونکي ګوند مخکښ نوماند شي. د رویټرز او ایپسوس د وروستۍ ګډې نظر پوښتنې له مخې، ټرمپ تر نورو کاندیدانو ۴۹ سلنه مخکښ دی.

بلخوا، ۷۷ کلن ټرمپ دغه تورونه یوه سیاسي دسیسه بللې چې د ولسمشرۍ د بلې څلور کلنې دورې لپاره یې هڅې شنډې کړې. د نوموړی دغه ادعا د امریکا د عدلیې وزارت لخوا رد شوې ده.

ټرمپ ژمنه کړې، که چیري ټاکنې وګټي نو د خپلو دښمنانو څخه به غچ اخلي. هغه پدې اړه په‌ پرله پسې توګه تونده لهجه کارولی ده.

هغه د یو لړ فدرالي خدماتو د لغوه کېدو په ګډون د ډله ایز اخراج (ديپورټ)، د زیږون له لارې د تابعیت حق د پای ته رسیدو او د کډوالۍ په پالیسیو کې د سختو او پراخو بدلونونو ژمنه هم کړې ده.

ټرمپ همدارنګه ژمنه کړې چې د "اوباما کییر" په نوم دولتي روغتیايي بیمه به له منځه یوسي او له چین سره په سوداګرۍ باندې سخت بندیزونه وضع کوي.

نیکې هیلې

د جنوبي کارولینا پخوانۍ والۍ او په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانۍ استازې ۵۱ کلنه نیکې هیلې، د ۸۱ کلن بایډن او ۷۷ کلن ټرمپ په پرتله، پر خپل نسبي‌ ځوان عمر یې ډیر تاکید کړې دی.

نوموړې چې په یوه هندي کډواله کورنۍ کې زیږیدلې، ویلي دي، چې په واشنګټن کې باید د "نوی نسل" رهبري پیل شي.

نوموړې د جمهوري غوښتونکي ګوند دننه د یوه غښتلي محافظه کارې په توګه پیژندل کیږي، کوم چې د خپل ګڼ شمېر سیالانو په پرتله د دې وړتیا لري چې د جنسیت او نژاد مسلې په ډیر ښه او منلی بڼه حل او فصل کړي.

همدارنګه هغه خپل ځان په بهر کې د امریکا د ګټو د کلک مدافع په توګه معرفي کړی؛ استدلال کوي چې د ټرمپ د مدیریت بڼه خورا ګډوډ او ویشونکی دی او نشي کولای ګټور تمام شي.

د رویټرز او ایپسوس لخوا د یوې ګډې نظر پوښتنې له مخې هغه د امریکایي وګړو ۱۲سلنه ملاتړ لري. په ایالتي ټاکنو کې، هغه په جنوبي کارولینا او نیو همپشایر کې مخکښ دی.

نیکې هیلې د ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال له یو شمېر چارواکو سره اختلاف درلود او کله چې په ۲۰۱۸ کال کې د ټرمپ په مشرۍ له حکومته ووت، داسې ګونګوسې وې چې په ۲۰۲۰ کال کې به د ډونالډ ټرمپ پر ضد ودرېږي او یا به د هغه مرستیاله شي، خو داسې ونه شوه.

ران ډیسانټس

د فلوریډا اوسنی والي، ران ډیسانتیس په ډیری مهمو ټولنیزو مسلو لکه د 'سقط جنین' په مسلې کې د ټرمپ ښي خوا کې ولاړ دی، خو د نورو نوماندانو په څیر د هغه ټاکنیز کمپاین د جمهوري غوښتونکو د لږ ملاتړ څخه برخمن دی او همداراز د ټرمپ پر پرتله ډیر شاته پاته شوی دی.

د رویټرز او ایپسوس لخوا د یوې ګډې نظرپوښتنې له مخې، ران ډیسانټس وکړای شول چې امریکايي وګړو ۱۱ سلنه ملاتړ ترلاسه کړي. هغه څو څو ځله هڅه کړې چې د خپل ټاکنیز کمپاین د کارکوونکو په بدلولو سره ډیر ملاتړ ترلاسه کړي، خو دې اقدماتو هم د هغه د نوماندۍ د پیاوړي کولو په برخه کې کوم خاص بدلون رامنځته نکړ.

د څو میاشتې مخکې ټول پوښتنو کې د ۴۵ کلن ران ډیسانټس د محبوبیت کچه لوړه وه، خو د هغه شهرت د اوکراین او روسیې تر منځ جګړې ته د 'یوې ځمکنۍ شخړې' په توګه اشاره، د شتمنو بسپنه ورکوونکو سره د هغه کم رنګه ناستې ولاړه او د رایې ورکوونکو سره د نوموړي د شخصي اړیکو د نشتوالي له امله زیانمن شوی.

ویویک راماسوامي

امریکایی پانګه وال ویویک راماسوامي د جمهوري غوښتونکو ګوند یو بل نوماند دی. په ۲۰۲۲م کال کې هغه یو شرکت جوړ کړ ترڅو پر نورو هغو شرکتونو فشار راوړي چې د چاپیریال، او د کمپنیو د لارښود او کنترول سیستم نوښتونه پریږدي.

نوموړي په سیاست کې هڅه کړې چې په روان او فصیح ویناو سره د ټرمپ احتمالي ځای ناستی شي، خو په دې کار کې پاتې راغلی دی.

۳۸ کلن راماسوامي د ټرمپ کلک ملاتړی دی او د نوماندانو په مناظرو کې یې په لفظي بریدونو سره خپل سیالان په غوسه کړي دي.

هغه ویلي‌ چې د ۲۰۲۱م کال، د جنوري په شپږمه نېټه د امریکا پر کانګرس باندې د ټرمپ د پلویانو لخوا برید یو کورنۍ موضوع وه او ژمنه یې کړې چې که ولسمشر شي، ټرمپ به بخښي.

د رویټرز او ایپسوس لخوا په ګډه نظرپوښتنه کې ، هغه د خلکو څلور سلنه ملاتړ ترلاسه کړی دی.

آسا هچینسن

د ارکنساس پخواني والي، اسا هچینسن د اپریل په میاشت کې د ولسمشرۍ لپاره خپله نوماندي اعلان کړ. نوموړي هغه مهال له ټرمپ څخه وغوښتل چې لګیدلي تورونو ته د رسیدګي په موخه، له سیالۍ څخه ووځي.

۷۳ کلن هچینسن د یو محافظه کاره ایالت د والي په توګه چې د خپلی تجربې پر مټ کولی شي د مالیاتو د کمولو او د دندو د رامنځته کولو په ګډون د جمهوري غوښتونکو رای ورکونکو سیاستونه عملي کړي، یادونه کړې ده.‌

هچینسن یوازې د جمهوري غوښتونکو په لومړۍ مناظره کې د ګډون په شرایطو برابر وو او د رویټرز او ایپسوس په وروستي نظرپوښتنه کې هیڅ ملاتړ نلري.

د دیموکرات ګوند نوماندان

جو بایډن

۸۱ کلن جو بایډن چې اوسمهال د امریکا د متحدو ایالتونو ترټولو زوړ ولسمشر دی، باید رایه ورکوونکي قانع کړي چې هغه د څلورو نورو کلونو لپاره د جمهوري ریاست جوګه دی، ځکه په ورته وخت کې د هغه د عمر او شهرت د لږوالي په اړه اندیښنې شته دي.

د بایډن متحدین وايي هغه یوازینی ډیموکراټ نوماند دی چې کولی شي ټرمپ ته ماتې ورکړي. د رویټرز او ایپسوس لخوا وروستۍ نظرپوښتنه د هغه د شهرت کچه ۳۵ سلنه ښيي، کوم چې څه ناڅه د ټرمپ سره ورته دی.

بایډن د اپریل په ۲۵مه، د ۲۰۲۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو لپاره خپله نوماندي اعلان کړه او کاملا هریس به د مرستیالې ولسمشرۍ په توګه په دې کمپاین کې سیالي وکړي.

جو بایډن د "آزادۍ" په نوم په یوه ویډیو کې خپله نوماندي اعلان کړه او د امریکا په کانګرس کې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په شپږمه د ټرمپ د پلویانو وژونکي برید ته په اشارې سره یې له امریکایانو وغوښتل چې د بسنټیزو ازادیو د ساتلو او د ډیموکراسۍ د ملاتړ لپاره د هغه ملاتړ وکړي.

کورنیو سیاسي لاسته راوړنو او د هغه د ولسمشرۍ په لومړیو دوو کلونو کې د بهرنۍ پالیسۍ په څانګه کې ستونزو ته په پام سره، داسې ښکاري چې بایډن به په ډیموکرات ګوند کې هیڅ پیاوړی مخالف ونلري.

داسې انګیرل کیږي چې اقتصاد به د هغه د ټاکنیز کمپاین اصلي شعار وي. پداسې حال کې چې متحده ایالات د اټکل شوي کسر څخه خوندي وتلی او د اقتصاد پوهانو د تمې په پرتله، په چټکه توګه وده کوي، په ۲۰۲۲م کال کې انفلاسیون خپل لوړې کچې ته ورسیدې او د خوراکي توکو او ګازو ګراني په رایه ورکونکو باندې خپله اغیزه شیندلې ده.

بایډن پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل پر وړاندې د لویدیځو حکومتونو د سختو غبرګونونو مشري پرغاړه لري او خپل متحدین پر مسکو د تحریمونو په وضع کولو او د کیف څخه ملاتړ ته هڅولي دي او همدارنګه یې په غزه کې له حماس سره په جګړه کې د اسرائیل ملاتړ کړی دی.

خو ددې سره سره، هغه په فلسطیني سیمو کې، چیرې چې د غزې روغتیایی چارواکي په حواله تر ۲۳زره زیات خلک وژل شوي دي، د اوربند د غوښتنې څخه په ملاتړ کې د پاتې راتلو له امله د خپل ګوند د ځینو غړو لخوا تر نیوکې لاندې راغلی دی.

همداراز د بایډن د کډوالۍ پر تګلارې د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټانو لخوا نیوکې شوي، ځکه د بایډن د حکومت پر مهال د مکسیکو له پولې څخه د امریکا متحدو ایالتونو ته د ریکارډ په کچه کډوال اوښتي دي.

مارین ویلیمسن

مشهورې لیکوالې مارین ویلیمسن د ولسمشریزو ټاکنو لپاره خپل دویم کمپاین د "عدالت او مینې" تر سرلېک لاندې پیل کړه.

۷۱کلنه مارین ویلیمسن ، د ۲۰۲۰م کال ولسمشریزو لومړیو ټاکنو کې د یوه ډیموکراټ نوماندې په توګه برخه اخیستې وه، خو د ټاکنو د ترسره کېدو مخکې یې خپله نوماندې بیرته واخیستله. هغه خپل وروستې ټاکنیز کمپاین د روان کال د مارچ په ۲۳مه پیل کړه او د نیو هیمپشایر په ابتدايي ټاکنو کې به ګډون کوي.

ډین فیلیپس

د امریکا په کانګرس کې د مینیسوټا څخه لږ پیژندل شوی قانون جوړونکی ډین فیلیپس، د روان کال د اکتوبر په میاشت کې خپله نوماندي اعلان کړه او ویې ویل چې هغه باور نه لري چې ولسمشر دې راتلونکې ټاکنې وګټي.

دغه ۵۴ کلن میلیونر سوداګر او د «جیلیتو» شرکت یو بنسټګر په یوه ویډیو کې چې پر انټرنېټ خپره شوې، خپله نوماندي اعلان کړه. هغه ویلي:"زموږ پر وړاندي ننګونې پراته دي.. موږ به دا اقتصاد بیا رغوو او امریکا به تعمیر کړو. "

خپلواک نوماندان

رابرټ ایف کینیډي جونیر

۶۹ کلن رابرټ ایف کینیډي جونیر د ډیموکراټ نوماندۍ لپاره په پیل کې د بایډن د ننګولو وروسته، د خپلواک نوماند په توګه سیالي کوي، که څه هم هغه په ټولو پوښتنو کې ډېر وروسته پاتې دی.

مګر د رویټرز او ایپسوس وروستي نظر پوښتنې ښیې چې هغه کولی شي بایډن ته د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ټرمپ په پرتله ډیرې ستونزې جوړي کړي، ځکه چې هغه په وروستیو ټولپوښتنو کې د ځواب ویوونکو ۱۸ سلنه ملاتړ ترلاسه کړی دی.

نوموړی د امریکايي سناتور رابرټ ایف کینیډي زوی دی چې په ۱۹۶۸ کې د ولسمشرۍ لپاره د کاندیدۍ پرمهال ووژل شو. د کینیډي انسټاګرام پاڼه د واکسینونو او کوویډ - ۱۹ وبا په اړه د ناسم معلوماتو خپرولو لپاره وځنډول شو ، خو وروسته بیا بیرته فعال شو.

کرنل وسټ

دغه سیاسي فعال او فیلسوف د جون په میاشت کې وویل چې هغه به د ولسمشر لپاره یو جلا او بیل کمپاین پیل کړي، کوم چې د نوموړي‌ په خبره، ښايي د پرمختګ غوښتونکو او ډیموکراټ پلوه رایه ورکوونکو لپاره په زړه پورې وي.

۷۰ کلن ویسټ په لومړي سر کې د 'زرغون ګوند' د نوماند په توګه خپله نوماندي اعلان کړه، خو د اکتوبر په میاشت کې یې وویل چې خلک "د ګوندي سیاست پر ځای ښه سیاست غواړي" نو ځکه یې د یو خپلواک نوماند په توګه رامخته شو. هغه ژمنه وکړه چې بېوزلي به ختموي او خلکو ته به د استوګنې کورونه جوړوي.

جیل سټین

د 'زرغون ګوند' نوماند جیل سټین، چې خپله یو ډاکټر دی، ډیموکراټان پدې تورن وي چې "د کارګرانو ، ځوانانو او د اقلیمي د بدلون لپاره یې په خپلو ژمنو کې په پرله پسې توګه پاتې راغلي دي، پداسې حال کې چې جمهوري غوښتونکي حتا دا ژمنه هم نه کوي."

۷۳ کلن جیل سټین په ۲۰۱۶ کال کې د ټرمپ له حیرانوونکې بریا وروسته د رایو د بیا شمېرنې لپاره میلیونونه ډالر راټول کړل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG