د لاس رسي وړ اتصالات

په محرمو لیکونو کې د افغان چارواکیو په هکله سپینې خبرې شوي


په محرمو لیکونو کې د افغان چارواکیو په هکله سپینې خبرې شوي
په محرمو لیکونو کې د افغان چارواکیو په هکله سپینې خبرې شوي

د ويکي لیکس له خوا نه د امریکا دیپلوماتیک لیکونه د یکشنبې په ورځ خپاره شول او په هغو کې د څو تنو افغان چارواکېو په هکله سپېنی خبرې شویدي.

رپوټ وايي چې تر ٢٥٠ زرو نه زیات حساس اسناد په اول کې څو ورځپاڼو ته ورخپاره شول. په دې کې، په امرېکا کې د نیویارک ټایمز معتبره ورځپاڼه هم شامله وه.

د برتانیې د گارډین او جرمني د دېر شپېگل Der Spiegel ورځپاڼې هم شاملي دي.

په دغو خپرو شویو لیکونو کې د افغانستان د جمهوررئیس حامد کرزي په هکله هم حوالې ورکړل شويدي.

د هغه په برخه کې ویل شویدي: زښت ډیر ضعیف او په ذهني تشویش اخته دی.

په یوه دیپلوماتیک کېبل کې ویل شويدي چې د افغانستان د جمهوررئیس مرستیال احمد ضیا مسعود تېر کال د عربي آماراتو ته ولاړ. د امریکا د مخدره موادو ضد ادارې دا خبره معلومه کړله چې له هغه سره ٥٢ ملیونه ډالره نغدې پېسې وې.

په دغه سند کې چې په کابل کې د امریکا د سفارت له خوا نه لیکل شوی دی چې بالاخره ضیا مسعود ته اجازه ورکړل شوه چې دا پیسې له ځان سره وساتي، بې له دې نه چی دا ښکاره کړي چې دا پیسې ده له کومه کړي دي او چیرته یې وړي. مسعود له دې نه انکار وکړ چې دا پېسې یې له ا فغانستان څخه را ایستلي دي.

یو بل سند څرگندوي چې د امریکا یوه چارواکي د ښاغلي کرزي له میرني ورور احمد ولي کرزي سره ملاقات وکړ. هغه وايي چې ددې په برخه کې په پراخه توگه دا نظریه موجوده ده چې دی په اداری فساد کې لتاړ او د مخدره موادو قاچاق کوي.

خو احمد ولي کرزي څو څو ځلې دغه تورونه رد کړیدي.

XS
SM
MD
LG