د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د ځنګلي اورونو له کبله ګڼې کورنۍ بېځایه شوي


چارواکي وايي باد هم د اور په خپرولو کې مهم رول لري
چارواکي وايي باد هم د اور په خپرولو کې مهم رول لري

د امریکا د متحدو ایالتونو په یو شمېر سیمو کې له شاوخوا دوو اونیو راهېسې ځنګلي اورونه بل دي چې زرګونه کسان یې خپلو سیمو پرېښودو ته اړي کړي او سلګونه کورونه یې ویجاړ کړي دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو په لویديځ کې ځنګلي اورونه بل شوي دي چې د کالیفورنیا، اوریګن او واشنګتن ایالتونه تر نورو ډېر ځپلي دي.

امریکايي مقامات وايي دا مهال په ۷۰ سیمو کې ځنګلي اورونه بل دي او شاوخوا ۴۲۹۷ کیلیو متر مربع ځمکه یې سوځولې ده.

مقامات وايي چې اور ډېر چټک خپریږي او هره ورځ د څلورو او پنځو کیلو مېتره پورې ځمکې لاندې کوي.‌

ګرم موسم او وچ اقلیم، چې د اقلیم د بدلون سره مخامخ تړاو لري، د ځنګلي اورونو د لګېدو اصلي علت بلل کیږي.

په ځنګلونو کې روان باد هم د اور په خپرولو کې مهم رول لوبوي. ځينې وخت هلته د باد سرعت په ساعت کې شاوخوا ۴۸ کیلو متر وي او د اطفايي کارکوونکو ته یې د اور مړه کول ستونزمن کړي ‌دي.

د اوریګن ایالت په ځينو سیمو کې د اور ارتفاع ۱۰ کیلیو متره ښودل شوې ده او دلته یې لږ تر لږه ۶۷ کورونه او ۱۱۷ ودانۍ ویجاړې کړي دي.

پر دې سربېره یې ۲۰۰۰ خلک مجبور کړي چې له خپلو کورونو څخه ووځي او شاوخوا ۵۰۰۰ نور له ګواښ سره مخامخ دي. یو شمېر خلک مړه شوي هم دي.

په تازه ځنګلي اورونو کې یو شمېر سیمې له خلکو خالي کړل شوي‌ او د بایسکیل ځغلونې یوه سیالي، چې زرګونه کسان یې لیدو لپاره راټول شوي وو، هم لغوه شوې ده.

XS
SM
MD
LG