ایراني مقاماتو ویلي دي چې لږ شمیر ښځو ته به اجازه ورکړي چې د والیبال نړیوالې سیالۍ چې د روانې میاشتې په پای کې په تهران کې ترسره کیږي، له نژدې څخه وگوري.
د ښځو او کورنۍ په چارو کې د ایران د جمهور رئیس مرستیاله شهیندخت مولاوردي، وایي چې دا تصمیم یې په پوره پاملرنې نیولی دی چې د ورزشي ستدیومونو دروازې په تدریجي توگه د ښځو پرمخ خلاصې شي.
هغې وویل " لږ شمیر ښځې، تر ډیره د ملی ټیم د ورزشکارانو د کورنۍ غړي به اجازه ولري چې د والیبال راتلونکې لوبې وگوري."
میرمن ملاوردي زیاته کړه چې "که دغه کار په عمل کې څو ځلې وشي، اندیښنې به په کلي توگه رفع شي او دا به ثابته شي چې د نارینو د ورزشي سیالیو د لیدلو لپاره ښځو ته اجازه ورکول ستونزمن نه دي."
هغې دا هم وویل چې "لازمو تدابیرو ته اړتیا ده چې د اندیښنو د پراخیدو مخنیوی وشي. دا یوه داسې موضوع ده چې په اسانې سره اداره کیدای شي، نو دا به په حساسیت بدله نه شي."
میرمن مولاوردي چې یوه اصلاح غوښتونکې سیاستواله او د ښځو د حقونو فعاله ده وایي ښځو ته به د مشخصو ورزشونو لکه والیبال، تنیس، بسکتبال او هندبال، د لوبو د لیدلو اجازه ورکړل شي. خو د هغې په وینا ښځې به بیا هم د فوټبال، لامبو وهلو او پهلوانۍ د لوبو د لیدلو اجازه ونه لري.
د ایران د جمهور رئیس مرستیاله دا هم وایي چې دا تصمیم تر اوسه په رسمي توگه نه دی اعلان شوی.
په ١٩٧٩ کې د ایران د اسلامي انقلاب راپدیخوا ښځې په عمومي توگه په ستدیومونو کې د ورزشي لوبو د لیدلو اجازه نه لري ، خو بهرنۍ ښځې په ایران کې د خپلو ټیمونو د لوبو ننداره کولای شي.
پر ښځو باندې د ورزشي لوبو د لیدلو بندیز تیر کال هغه وخت نړیواله پاملرنه ځانته راواړوله کله چې یوې ایراني الاصله بریتانوی میرمنې "غونچه قوامي" وغوښتل د ایران او ایټالیا ترمنځ د نارینو د والیبال لوبه وگوري. هغه څو ساعته توقیف کړای شوه او بیا خوشې شوه، خو بیا څو ورځې وروسته بیرته ونیول شوه. نوموړې شاو خوا په یو کال زندان په دې نامه محکومه شوه چې "د واکمن سیستم پر خلاف تبلیغ کوي"، خو د تیر نومبر په میاشت کې په ضمانت خوشې کړای شوه.
په ایران کې لوړپوړي مذهبي مشران د نارینو په ورزشي سیالیو کې د ښځو د گډون سره مخالف دي، ځکه چې نارینه لوبغاړي اکثرا نسبتاً لوڅ کالي اغوندي او د ورزشي لوبډلو مینه وال داسې شعارونه ورکوي چې ښځو ته یې اوریدل مناسب نه گڼل کیږي.
په عین حال کې میرمن مولاردي وایي غواړي د راتلونکې کال په ټاکنو کې ښځو ته په پارلمان کې د زیاتو څوکیو وړاندیز وکړي.
هغه وایي " په اوس کې دې د ښځو برخه ٣٠ او بیا پنځوس فیصدو ته لوړه شي." دا په داسې حال کې دي چې اوس د ایران د پارلمان د ٢٩٠ څوکیو څخه یواځې نهه څوکۍ ښځو ته ځانگړې شوې دي.