د لاس رسي وړ اتصالات

مار یوه اندونیزیايي میرمن ژوندۍ تیره کړه


پولیس وايي دغې مېرمنې سابه ټولول چې ورکه شوه
پولیس وايي دغې مېرمنې سابه ټولول چې ورکه شوه

د اندونیزیا پولیس وايی یوه ورکه شوې مېرمن د یوه لوی مار( پایتون/ښامار) په ګیډه کې وموندله.

پولیس وايي دغه مار یې د ورکې شوې ۵۴ کلنې واتیبا کلي ته ورڅېرمه پیدا کړی دی. واتیبا د پنجشنبې په ورځ (جون۱۷) په خپلې باغچې کې سابه ټولول چې ورکه شوه.

د اندونیزیا د مونا د جزیرې د "پیرسایپن لاویلا" د کلي خلکو له هغه وروسته پولیس خبر کړل چې د دغه اووه مېتره مار پړسېدلې خېټه یې ولیدله. کلیوالو مار ایسار کړ، ویې واژه، خیټه یې څېرې کړه او واتیبا یې ترې راوویستله.

واشنګټن پوسټ وايي شاوخوا ۱۰۰ کلیوالو د ورکې شوې مېرمن لټون پیل کړی و. پولیس وايي مار لومړۍ د ښځې سر خوړلی دی، د هغې بدن جوړ پاتې و. په کوم ځای کې چې د دغې ښځې باغچه ده، ور څېرمه یې څمڅې او لویې ډبرې دي چې د دا ډول مارانو سیمه بلل کیږي.

د پایتون مارتر ډېره په فلپین او اندونیزیا کې پیدا کیږي. د پایتون ماران لږ تر لږه شپږ مېتره و او ډېر کله کوچني حیوانات له ستوني تېروي،‌ خو کله ناکله انسانان هم خوري.

XS
SM
MD
LG