د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال بانک د افغانستان د کنګل شویو پیسو د یوې برخې په خلاصیدو غور کوي


دا پیسې د افغانستان د بیارغونې په صندوق کې دي چې نړیواله ټولنه یې د افغانستان د بیارغونې لپاره ورکوي.
دا پیسې د افغانستان د بیارغونې په صندوق کې دي چې نړیواله ټولنه یې د افغانستان د بیارغونې لپاره ورکوي.

ټاکل شوې نړیوال بانک د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د یوې برخې د خلاصولو په پلان نن سه شنبه نومبر ۳۰ (لیندۍ۹) خبرې وکړي.

یوې سرچېنې چې د موضوع په هکله معلومات لري، د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې ټاکل شوې نړیوال بانک نن د مدیریه هیت په یوې غیرې رسمې غونډې کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او نورو خیریه ادارو د پروګرامونو د ملاتړ لپاره د شاوخوا ۵ سوه میلیونه کنګل شويو ډالرو خلاصول نهایي کړي.

دا د هغې بودیجې برخه ده چې نړیواله ټولنه یې د افغانستان سره کوي.

نړیوال بانک د دې پیسو د خلاصولو په هکله د ملګرو ملتونو او د امریکا د متحده ایالاتو د حکومت سره هم خبرې کړي.
دې سرچینې ویلي چې خلاصې شوې پیسې به د طالبانو پر ځای مخامخ خیریه مؤسسو ته ورکول. سرچینې زیاته کړې چې د پیسو د خلاصون او نیټې په هکله پریکړه به د افغانستان د بیارغونې د صندوق سره مالي ملاتړ کوونکي هیوادونه کوي.

دا پیسې د افغانستان د بیارغونې د صندوق برخه ده چې د نړیوالې ټولنې لخوا د افغانستان سره کیږي. ویل کیږي چې پدې صندوق کې د افغانستان د برخې تقریباً ۱.۵ میلیارده ډالر پراته دي.

یو شمیر کسان چې د موضوع په هکله معلومات لري د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې دغه پیسې به تر ډیره حده په افغانستان کې د روغتیا په برخې کې وکارول شي خو د ښوونکو او دولتي مامورینو د تنخواګانو په ورکړې کې ترې کار وانخیستل شي.

نړیوال بانک همدرانګه ویلي چې افغانستان ته د دې پیسو تر لیږد وروسته دا پیسې نه څاري.

دا صندوق اوس مهال ۳۰ مالي ملاتړ کوونکي لري چې تر ټولو ستر یې د امریکا متحده ایالات دي او د افغانستان د ملکي بودیجې تقریباً ۳۰ سلنه د همدې لارې تمویل کیده.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دې پیسو د لګښت د څرنګوالي په هکله د نړیوال بانک او نورو بسپنه ورکوونکو هیوادونو سره کار کوي.

نړیوال بانک پداسې حال کې د دې بودیجې په خلاصون غور کوي چې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی په افغانستان کې شاوخوا ۲۲ میلیونه کسان په را راون ژمي کې د خوراکي مواد د"مضمن" کمښت سره مخ دي.

په افغانستان کې د څو کالونو پر له پسې وچکالیو له کبله د وړاندې هم خلک د خوراکي موادو د کمښت سره مخ و خو د اګست په ۱۵ د طالبانو د راتګ نه وروسته د خلکو څو چنده وروسته تر هغه ډیرې شوې چې امریکا د افغانستان د مرکزي بانک شاوخوا ۱۰ ملیارده ډالر بهرنۍ شتمني کنګل کړله او نړیوال بانک او د پیسو نړیوال وجهي صندوق هم د طالبانو په حکومت پیسو ته لاسرسی بند کړ.

د نړیوال بانک لخوا د افغانستان د بیارغونې د صندوق د کنګل شویو پیسو د خلاصون په هکله دا خبرې داسې مهال کیږي چې په دوحې کې د طالبانو استازي د اروپایي اتحادیې او متحده ایالاتو سره په خبرو اخته دي.

اروپایي اتحادیې ویلي چې طالبانو ترې په افغانستان کې د هوایي ډګرونو د فعال ساتلو په برخې کې همکارۍ غوښتننه کړې.






XS
SM
MD
LG