د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس؛ په امریکا کې د مړو شمیر له ۱۱۲ زرو واوښت


د امریکا متحده ایالات د کروناویروس په وجه د څه دپاسه ۱۱۲ زرو تنو په مړینې سره د نړۍ د هیوادونو په سر کې ځای لري.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې د واشنګټن ډي سي پر وخت د چهارشنبې جون ۱۰ (غبرګولي ۲۱) تر سهاره په متحده ایالاتو کې یو میلیون او ۹۸۰ زره کسان په کروناویروس اخته شوي دي.

دا پداسې حال کې دي چې د امریکا د سخت ځپل شوي ایالت نیویارک په ګډون اکثر ایالتونو کې د اقتصادي او ټولنیزو کارونو د بیرته پیل کیدو لړۍ پیل کړې ده، خو امریکایي مقاماتو د روغتیایي سپارښتنو په پام کې نیولو هم ټینګار کړی دی.

د کروناویروس په وجه په نړۍ کې د مړه شویو کسانو شمیر د چهارشنبې د ورځې جون ۱۰ تر سهاره ۴۱۱ زره او ۶۰۰ تنو ته رسیدلی دی. په نړۍ کې په کروناویروس د اخته کسانو شمیر څه دپاسه اوه میلیون او ۲۵۹ زرو ته لوړ رسیدلی دی.

د امریکا د متحده ایالاتو وروسته کروناویروس بریتانیا او برازیل ډیر ځپلي دي. په بریتانیا کې ۳۸۴۰۰ کسان د کروناویروس په وجه مړه شوي دي.

د اخته کسانو له درکه برازیل د ۷۳۹ زرو او ۵۰۰ مثبتو پیښو په لرلو سره له امریکا وروسته په دوهم ځای کې او روسیه د ۴۹۳ زرو پیښو په لرلو سره په درېیم ردیف کې راځي.

همداشان په کروناویروس باندې د اخته کسانو د شمیر په اساس ددغو دریو هیوادونو وروسته بریتانیا، هند، اسپانیا، ایټالیا، پیرو، فرانسه، جرمني او ایران یو د بل پسې دي.

پدې ترڅ کې د روغتیا نړیوال سازمان د خپلو مخکنیو څرګندونو برعکس د نړۍ له ټولو هیوادونو غوښتي چې خپل اوسیدونکي په عامه ځایونو کې ماسک تړلو ته وهڅوي.

له بلې خوا د نړیوالو هڅو سره سره تر اوسه نده څرګنده شوې چې د کروناویروس د مخنیوي لپاره به واکسین څه وخت بازار ته راووځي. د امریکا د متحده ایالاتو په ګډون د یو شمیر پرمختللو هیوادونو د درمل جوړولو شرکتونو د واکسین د جوړولو پروسه تر کلینکي ازموینو پورې رسولې ده. خو کارپوهان وایي چې د واکسین جوړیدل ښایي میاشتې او یا کلونه وخت ونیسي.

د کروناویروس لومړی ځل د چین د هوبي ولایت په ووهان ښار کې رامنځ ته شوه او په بېړه په وبا واوښت او د نړۍ شاوخوا ۱۸۸ هیوادونو ته خپور شو.

XS
SM
MD
LG