د لاس رسي وړ اتصالات

د ۲۰۱۹ کال کرکټ نړیوال جام هرات ته وړل شوی


د ۲۰۱۹ کال د کرکټ جام له کابل څخه بامیان او بیا له هغه ځایه نن هرات ته وړل شوی وو.
د ۲۰۱۹ کال د کرکټ جام له کابل څخه بامیان او بیا له هغه ځایه نن هرات ته وړل شوی وو.

د ۲۰۱۹ کال د کرکټ نړیوال جام، د افغانستان درې ولایتونو مرکزونو ته د لیږد د بهیر په لړ کې نن د جمعې په ورځ ( مرغومې ۷ مه)د کرکټ بورډ د چارواکو له خوا دا جام هرات ولایت ته یوړ ل شو او هلته د خلکو لپاره نندارې ته کیښودل شو.

د هرات د ارګ په تاریخي ودانۍ کې د جمعې په سهار د دغه جام د هرکلي په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې د هرات د سیمه ییزو چارواکو سربیره د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکو او د هر ات ولایت په سلګونو ورزشکارانو ګډون کړی وو.

د هرات په ارګ کې نندارې ته د دغه جام د ایښودلو وروسته، د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ جام د هرات ښار د مولانا جلالدین محمد بلخي تالار ته یوړل شو او هلته د دغه ولایت اوسیدنکو ته د نندارې لپاره کیښودل شو.

د هرات د ولایت سرپرست محی الدین نوري د مولانا بلخي په تالار کې ګډون والو ته د وینا پر مهال وویل، چې په دغه ولایت کې د کرکټ د لوبې د ودې لپاره به یو معیاري سټدیوم جوړ شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ رئیس عزیزالله فضلي دې غونډې ته وویل، چې سپورت او په ځانګړي ډول دکرکټ لوبې ته د هرات د ځوانانو او په ځانګړي ډول د انجونو د هڅولو لپاره یې دا جام دغه ولایت ته ور وړی دی.

د هرات ولایت وړاندې دا جام د بامیان ولایت ته وړل شوی وو.

ټاکل شوې د جمعې د ورځې په ماسپښین به دا جام د هرات ولایت څخه د کندهار ولایت ته واستول شي.

د ۲۰۱۹ کال کرکټ نړیوال جام د چهارشنبې په ورځ کابل ته راوړل شوی وو

ټاکل شوې، چې دا جام به له افغانستان وروسته د شنبې په ورځ متحده عربي اماراتو ته ولېږدول شي.

تر دې مخکې د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام هم افغانستان ته راوړل شوی و چې یوازې کابل کې نندارې ته ایښودل شوی و.

د ۲۰۱۹ کال کرکټ نړیوال جام سیالۍ به د ۲۰۱۹ کال د مې د ۳۱ ورځې څخه د جولای د ۱۴ ورځې پورې په برتانیا کې ترسره شي.

افغانستان تېر کال د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړی دی.

د ۲۰۱۹ کال کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې لس هیوادونه، چې افغانستان او ایرلینډ هم په کې شامل برخه اخلي

XS
SM
MD
LG