د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ اعتراضونه؛ ولسونه ولې له حکومتونو نه شکایت لري؟


په نړۍ کې د حکومتونو پر ضد مظاهرو زور اخېستی دی. له هانګ کانګ نه تر ایرانه او له هغه ځایه تر عراق او پاکستانه پورې معترضین د اصلاحاتو غوښتنه کوي.

فساد، کمزوری اقتصاد، سیاسي ناندرې، پر فردي آزادیو محدودیتونه او یو لړ نورې ستونزې په نړۍ کې د خلکو غوسه راپارولې ده.

په ۲۰۱۹ کال کې شاخوا شلو هېوادونو او حوزو کې مظاهرې شوي دي ځينې یي په سوله ییز ډول او ځینې یې له سخت تشدد وروسته ختمې شوې دي. ځينې اعتراضونه اوس هم دوام لري. نه معترضین واټونه پرېږدي او نه هم حکومتونو تراوسه هغوي ته قناعت ورکړی دی.

ایران

اعتراض د نوامبر په ۱۵ نېټه پېل شو. حکومت د تیلو بیه ۵۰٪ لوړه کړه. د ځېنو شمېرو له مخې د مظاهرو په ترڅ کې تر ۲۰۰ زیات کسان وژل شوي دي او څه باندې ۱۰۰۰ کسه ټپیان دي.

امریکا د ایران د رژیم لخوا د معترضینو ځپل غندلي دي. ایران بهرنیان ملامتوي چې ګواګې خلک یې اعتراض ته لمسولي دي.

عراق

ایران ته څېرمه په عراق کې ولسونه د بیکارۍ او په حکومت کې د فساد له امله واټونو ته راوتلي دي. اعتراض د اکټوبر په لومړیو ورځو کې پیل شوې. له هغه وخت نه تراوسه پورې نږدې ۲۵۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰۰۰۰ کسان ټپیان شوي دي.

د عراق مستعفي صدراعظم عادل عبدالمهدي
د عراق مستعفي صدراعظم عادل عبدالمهدي

صدراعظم عادل عبدالمهدي استعفا ته اړ شو خو اعتراض کاملاً ختم شوی نه دی. یو شمېر معترضین ایران د عراق په کورنیو چارو کې په مداخلې تورنوي او په مختلفو ښارونو کې یې د ایران قونسلګرۍ سوځولې دي.

هانګ کانګ

هانګ کانګ کې له څه باندې شپږو میاشتو راپدې خوا مظاهرې روانې دي. اجرائیه رئیسې کرې لام، د چین حکومت ته د تورونو کسانو د سپارلو د جنجالي قانون تصویب کېدل، ځنډولي خو بیا هم اعتراض دوام لري.

د هانګ کانګ مظاهرې د جون په میاشت کې پیل شوې. یو ځل معترضینو وویل چې ۲ مېلیونه خلک یې واټونو ته راویستلي دي.

د اعتراض په جریان کې دوه کسه وژل شوي او لسګونه کسان ژوبل شوي دي. چین امریکا د هانګ کانګ په کورنیو چارو کې په مداخلې تورنوي خو واشنګټن تا تورونه نه مني.

په ځېنو هېوادونو کې بیا اعتراضونه په یو ډول نه یو ډول خاموشه شول، لکه پاکستان.

پاکستان کې د سیاسي ګوندونو یو شمېر مشرانو د نوامبر په میاشت کې مظاهره وکړه. هغوي د صدراعظم عمران خان د استعفا غوښتنه کوله.صدراعظم خان د استعفا لپاره درې ورځني ضرب العجل ته توجه ونه کړه او معترضین خپلو کورونو ته ستانه شول.

په ۲۰۱۱ کې د عرب پسرلي په ترڅ کې خلکو مستبد نظامونه رنګ کړل، خو اوسني اعتراضونه د منتخبو حکومتو پر ضد روان دي.

د روتګرز پوهنتون د انسان پيژندنې د پوهنځي استاد عمر ديواچي وایې چې "خلک اوس نه ډارېږي چې واټونو ته ووځي او پر سیاستوالو نیوکه وکړي."

په دریو وچو کې ناکراریو او په واشنګټن او لندن کې سیاسي کشالو دا اندېښنه رازېږولې چې آیا نړېوال نظم زیانمن شوی، آیا منتخب حکومتونه خپلې ژمنې پوره کوی شي؟ د ولسونو ناراضایتي ښيي چې ځواب د اوس لپاره منفي ده.

د نړۍ اعتراضونه؛ ولسونه ولې له حکومتونو نه شکایت لري؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:27 0:00

XS
SM
MD
LG