د لاس رسي وړ اتصالات

روان کال د تېرو ۱۲۵ زرو کلونو تر ټولو ګرم کال بلل شوی


ساینسپوهان د اقلیم بدلون د ځینو خونړیو طبیعي پیښو لامل بولي.
ساینسپوهان د اقلیم بدلون د ځینو خونړیو طبیعي پیښو لامل بولي.

ساینسپوهان وايي، په ۲۰۲۳ کال کې د نړۍ تودوخه دومره لوړه شوې چې په تیرو ۱۲۵ زرو کلونو کې ساری نلري.

په روان کال کې د لیبیا د خونړیو سیلابونو، چې په زرګونو انسانان پکې مړه شول، او د کاناډا په ځنګلونو کې د بې ساري اور لامل د اقلیم بدلون بلل شوی دی.

د بحرونو او اقلیم د ملي ادارې غړې سارا کاپنیک وايي، د ۲۰۲۳ کال د جولای میاشت د نړۍ د ثبت شوي تاریخ تر ټولو ګرمه میاشت وه.

ساینسپوهانو د سپتمبر په میاشت کې هم د تودوخې لوړه درجه ګواښونکې وبلله چې په ترڅ کې یې نړۍ د "ایل نینو" په نوم د نړیوالې دوراني ګرمۍ له څپې سره مخ وه.

د اروپايي ټولنې د کوپرنېکس د اقلیمي بدلون د خدماتو د ادارې غړې سمانتا برجس وايي، په اتموسفیر کې اضافه انرژي تولیدوي او د طبیعي ناورینونو لامل کیږي.

سره له دې چې اقلیمي بدلون د هوا د ټولولو بدلونونو عامل نه بلل کیږي، خو د هوا د نړیوالې ادارې ساینسپوهانو د دې کال په اقلیمي ناورینونو کې د اقلیمي بدلونونو اغېزې عمده بللي دي.

د قلیم کارپوهان وايي، د هوا دومره ګرمي د اقلیمي تغییر پرته ناشونې ده. د اروپا جنوبي برخې په جولای کې د سوځوونکې ګرمۍ له څپې سره مخ شوې. چین او د امریکا مکسیکو ترمنځ سرحدي سیمې هم د ګرمۍ بې ساري څپې تیرې کړې.

همدا ډول د امریکا په فینیکس ښار کې تر ۳۱ ورځو دپاره په دوامداره توګه د تودوخې درجه له ۴۳.۳ سانتي ګراده لوړه وه.

د څېړونکو په نظر، تېر کال ګرمۍ په کاناډا کې د رامنځته شويو اورونو امکان اوه برابره زیات کړ. د ګرمۍ شدیدو څپو په عراق، سوریې، افغانستان او ایران کې د سختې وچکالۍ او په سومالیې او د افریقا په ځینو نورو برخو کې د خوړو د ناامنۍ ناورین رامنځته کړ. د پوهانو په خبره، اقلیمي بدلون د دغو دواړو چارو امکان سل برابره زیات کړی دی.

ساینسپوهان وړاندوینه کوي چې د "ایل نینو" په نوم د نړیوالې ګرمۍ څپه به د را روان کال په نیمايي کې یو ځل بیا نړۍ وځپي، د اقلیمي بدلون د پای ته رسېدو څرک نه ويني او د ځمکې د تودوخې مخ په لوړه روانه کچه د انسانانو د لاس کار بولي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG