د لاس رسي وړ اتصالات

د اجباري ودونو ۱۳کلنه قربانۍ: ماته یې وویل په پېسو یې اخیستې یم


دیارلس کلنه سمیه په زوره واده شوې او له زده کړو محرومه شوې ده.

دغه افغانه نجلۍ وايي چې د اوم ټولګي ازموینو ته یې امادګي نیوله چې واده ته مجبوره کړل شوه. وايي اوم ټولګی یې هم پوره نکړ.

سمیه وايي خسرګنۍ یې ورته د تعلیم اجازه ورنکړه او هغې ته یې ویل چې په پېسو یې اخیستې ده او باید د هغوی خدمت وکړي او د زده کړو حق نلري.

د سمیې پلار هغه په ۲۵۰زره افغانیو ورکړې او له زده کړو یې محرومه کړه وه.

سمیه به هره ورځ د خپلې خسرګنۍ ۱۵ غړو ته هم ډوډۍ تیاروله او هم به یې کار کاوه.

سمیه وایي مېړه، خسر، خواښې او د کور نورو غړو به ورسره هره ورځ زور زیاتی او خشونت کاوه. سمیې بلاخره طلاق واخیست او له خپلې مور، خویندو او وروڼو سره یې نوی ژوند پیل کړ.

سمیه اوس خیاطه ده او له خپلې کورنۍ سره مرسته کوي. هغه دیني زده کړې کوي او هیله لري چې آینده کې قران هم زده کړي.

XS
SM
MD
LG