د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د کانګرس غړي افغانستان ته نوې ستراتیژي غواړي


د امریکا د کانګرس غړي افغانستان ته نوې ستراتیژي غواړي
د امریکا د کانګرس غړي افغانستان ته نوې ستراتیژي غواړي

دامرېکا دکانګرېس غړي په دې زور اچوي چې دافغانستان لپاره نوې ستراتېژی جوړه شي. په کاپېتول هېل کې ددېموکرات ګوند غړي د جمهوررئېس اوباما پراداره باندی فشار راولی چې په افغانستان کې دعسکروپه شمېر کې ترهغه وخت نه په بېړه کموالی راولی چې ېوشمېر نظآمی مشران ېې سپارښتنه کوی.

ېوشمېر نظآمی مشران وايی دامسوولانه کارد ی چې جمهوررئېس د خپل ګوند دېوشمېر غړېو غوښتنی دخپلو جنرالانو له سپارښتنو سره چې په افغانستان کې د جګړی دمېدان د واقعېتونو پر بنا سپارښتنی کوی، موازنه کړی. داتبصری په داسی وخت کېږی چې دپخوانۍ ټاکل شوی نېټی وخت رانېژدی کېږی.

واشنګټن پوست لېکی کله چې اوباما ۱۸ مېاشتی مخکی دجګړې ستراتېژي او کړنلاره اعلان کړله، هغه وخت ېې د ۲۰۱۱ م کال د جولای میاشت ټاکلی وه چې دی به دامرېکا تقرېبا سل زره عسکر و په را اېستلو باندی له افغانستان څخه پېل کوی. د اوباما داداری چارواکېو وېلی دی چې د عسکروراکمول او رااېستل داوباما داداری د افغانستان په ستراتېژی کې ېوبل پلان شوی پړاو دی.

په کانګرېس کې د دیموکرات ګوند له خونه د سنا د خارجی اړېکو د جرګه ګۍ رئېس دهغو دېموکراتانو په جمله کی دی چې جمهوررئېس اوباما دېته هڅوی چې په تېرو ۱۸ مېاشتو کې چې کوم پرمختګ راغلی دی ، له هغه نه ګټه واخلی او دافغانستان د مامورېت ساحه محدوده کړي. دکانګرېس غړي استدلال کوي چې په داسی حآل کې چې په کورکې اقتصادی ستونزې موجودی دی ، پکارده چې حکومت ېوازې پر القاعده باندی تمرکز وکړی او دامرېکا نورې ګټی په سېمه کې خوندی کړی. ددی په ځاې چې دافغانستان په جنوبی او ختېځو سېموکې زېات پوځې حضور وساتی، او دملت جوړونی زیات لګښت د بغاوت ضد ستراتېژی په توګه په غاړه واخلی، پکارده چې نورو ګټو ته پاملرنه وکړی.

دغه سېاسی فشار سپېنه ماڼۍ دېته اړکولی شی چې هغه له مشاجری نه ډک داخلی بحث بېرته پېل کړی چی په د ۲۰۰۹ م کال دمنی په موسم کې ورسره مخ شوی و. هغه وخت داوباما ملکي سلاکارانو د ېو اړخېزه نظامی تګ لاری په وړاندی داغوره ګڼله چې د جګړی هڅی اولاره بدله کاندی. خو اوباما اوس دافېصله په داسی وخت کې کوی چې له ېوې خوانه د بېا انتخابېدو سختې هڅی روانی دی او له بلی خوانه د اسامه بن لادن له وژل کېدلو نه وروسته دکانګرېس ېوشمېر غړي استدلال کوی چې دا مناسب وخت دی چې په ناڅاپې ډول دامرېکا د جګړی په هڅو کې کموالی راشی.

جان کېري د ماسچوستس داېالت سناتور وايی پکارده چې جمهوررئېس له دغی کامېابی نه په دغه جهت کې چې دافغانستان د قواو وړتېا زېاتوی چې دعملېاتو مسوولېت ته اوږه ورکړی، ګټه واخلی.

دواشنګټن پوسټ ورځپاڼه لېکی چی ښاغلی اوباما دخپلو نظامی قوماندانانو له خوانه سپارښتنو ته انتظار کوی چې څومره عسکر د جولای په مېاشت کې امرېکا ته راولی او د راوتلو بهېرد څو راتلونکېو مېاشتو په ترڅ کې سرته ورسېږی. دامرېکا ددفاع وزېر رابرت ګېټس، له تېرو ۱۱ ورځو راهېسی په سفربوخت و او په دې ترڅ کې افغانستان ته هم ولاړ. هغه د جمعی په ورځ د جون په لسمه ېې خپل سفر پاېته ورساوه. واشنګټن پوست لېکی تمه ده چی ګېټس به په دې راتلونکې اونۍ کې د جنرال ډېوېډ پېټرېېس له خوانه د عسکرو د وتلو په برخه کې، ېوڅه وړاندېزونه د ښاغلی اوباما مخی ته کېږدی.

دسپېنی ماڼی نطاق جی کارنی د پنجشنبی په ورځ ووېل چې جمهوررئېس دېته ډېرپام کوی چې دامرېکا منابع څنګه وکارول شی او کومو کارونو ته د اولېت حق ورکړل شی. جی کارنی خبرېالانو ته ووېل چې حقېقت دادی چې موږ په دې عقېده ېو چې موږ پرمختګ کوو. .. اوکله چې جمهوررئېس دافېصله وکړی چې څومره عسکر راکم کړی نو زه په دې باور لرم چې جمهوررئېس به دا فېصله د هغی ستراتېژی دڅرنګوالی په نظر کې نېولو سره وکړی چې هغه د ۲۰۰۹ م کال د ډېسېمبر په مېاشت کې اعلان کړی وه. په همدغه مېاشت کې اوباما اعلان کړی و چې ۳۰ زره نور عسکر افغانستان ته ولېږی او داکارېې د خپلونظامی قوماندانانو په سلا مشوره کړی و.

XS
SM
MD
LG