د لاس رسي وړ اتصالات

په یمن کې پنځه د القاعدې غړي وژل شوي


په یمن کې پنځه د القاعدې غړي وژل شوي
په یمن کې پنځه د القاعدې غړي وژل شوي

اسوشیټد پرس خبری اژانس، د یمن د یوه امنیتي مامورله قوله وایي چې د حکومتي قواوو په ډزو کې چې په یوه جنوبي ښارگوټی کې وشوې پنځه تنه چې د القاعدې د جگړه مارې ډلی سره تړلي خلک وو ، وژل شویدی.

دغه ماموروایی ، دغه بمبارۍ د شنبې په شپه په زنجبارکې پیل شوې او نن تر سهار محال روانې وې. دغه مامور د نوم د نه افشا کولو په شرط خبري کولې.

همدا شان یو بل عسکر په همدې سیمه کې د ماین په چاودنه کی وژل شویدی. مسولین وايي یو یمنی عسکر نن د زنجبار په ختیځه برخه کی هغه وخت مړ شو چه په یوماین یی پښه وربرابره شوه..

په یمن کی د تیر کال د ناکراریو په دوران کې د القاعدې ملگرې ډلې د زنجبار په شمول د یمن د جنوبی سیمی ځینی ځایونه ونیول.

حکومت ددې ځایونو د نیولو دپاره عملیات وکړل خو وې نه شو کړای چې هغوي بیرته وباسي.

پرون د یمن د نوی جمهورریس د لوړی د رسمی مراسمو نه څو ساعته وروسته د هیواد په جنوب کې د یو موټر بم په چاودنه کی لږ تر لږه ٢٥ کسه ووژل شول .

XS
SM
MD
LG