د لاس رسي وړ اتصالات

په یمن کې موقتي اوربند شویدی


د یمن قومي مشر، صادق ال شیخ د خپلو پلویانو سره
د یمن قومي مشر، صادق ال شیخ د خپلو پلویانو سره

په یمن کي مخالف قبیلوي مشران وایي چي دوي د حکومت سره خبري کوي او دا چي یو اوربند نافذ سوی او د امنیتي قواو سره جګړې په موقتي توګه بندي شوي دي.

دا اعلان پرون د جمعې په ورځ وروسته له هغه وسو چي یاغیانو د پایتخت صنعا نه بهر د جمهوریت د محافطینو د اردو یو کمپ ونیو او ددغه کمپ قوماندان یې وواژه.

قبیلوي وګړي وایي چي د اردو د قواو سره په جګړه کي لږترلږه ١٢ مخالف جنګیالي هم وژل شوي دي.

خبري آژانسونو د قبیلو د نورو منابعو له قوله ویلي دي چي د یمن د اردو جنګي جیټ الوتکو په دغه کمپ باندي وروسته له هغه بمبارۍ وکړې چي قبیلوي خلکو هغه اشغال کړ.

دا جګړې په داسي حال کي وشوې چي د حکومت ضد په زرګونو مظاهره چیان په ټول یمن کي لارو کوڅو ته راوتلي وو او د جمهوررئیس علي عبدالله صالح د استعفی غوښتني یې کولې.

رویترز خبري آژانس وایي چي ځینو مخالفو مظاهره چیانو په صنعا کي سپیني کوتري هوا ته خوشي کړې او د هغو خلکو تابتونه یې ورسره را اخیستي وو چي په وروستیو ناآرامیو او جګړو کي وژل شوي دي. رپوټ وایي چي د حکومت طرفدارانو هم د مخالفینو نه څو کیلو متره لیري مظاهره کړې وه.

XS
SM
MD
LG