د لاس رسي وړ اتصالات

یمنیانو او ایرانیانو د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت عریضه کړې


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هر کال د لاترۍ ویزې اعلانوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هر کال د لاترۍ ویزې اعلانوي.

لس ګونه ایرانیانو او یمنیانو چې متحده ایالاتو ته په قانوني توګه د راتګ او اوسیدو لپاره یې د لاترۍ په ویزو کې نومونه راوتلي ، د جمعې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت پدې خاطر عریضې کړي چې ولې د هغوي په غوښتنلیکونو کار نکوي.

ایران او یمن د هغو شپږو هیوادونو په لیست کې شامل دي چې جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ یې په خلکو امریکا ته د راتګ لپاره موقتي بندیز لګولی.

د متحده ایالاتو حکومت هغو کسانو ته چې سږکال یې امریکا ته د راتګ لپاره د لاترۍ په ویزو کې نومونه راوتلي، په ایمیل کې لیکلي دي چې د ۹۰ ورځو د موقتي بندیز له وجې " ښایي تاسو ته ویزې درنکړل شي."

د حکومت د همدي پریکړې په خاطر د سلو په شاوخوا یمنیانو او ایرانیانو د جمعې په ورځ د واشنګټن ډي سي په یوې محکمې کې د امریکا په حکومت عریضه کړې.

د دغو کسانو یوه مدافع وکیل ایستر سونګ مطبوعاتو سره په خبرو کې ویلي دي چې د متحده ایالاتو د حکومت دغه اقدام " غلط، غیرې قانوني او غیرې عادلانه" دی. ښاغلي سونګ ویلي دي چې د خپلو موکلیو د حق د ګټلو لپاره به مبارزه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پدې اړه تر اوسه کومه تبصره نده کړې.

XS
SM
MD
LG