د لاس رسي وړ اتصالات

زلمی رسول د 'دولت جوړونکي' انتخاباتي ډلې سره یوځای شو


راتلونکو جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندید زلمی رسول د سې‌شنبې په ورځ (زمري ۱۵مه) د 'دولت جوړونکي' انتخاباتي ډلې سره یو ځای شو.

د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته ۱۸ تنه کاندیدان دي، چې له دې ډلې د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر زلمي رسول په رسمي ډول د افغانستان د جمهور رئيس محمداشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکي انتخاباتي ډلې سره خپل پیوستون اعلان کړ.

ښاغلي غني په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې وویل: "نن په ډير اخلاص یو بل منو، یو بل ته لاسونه وړاندې کوو او غیږه ورکوو، دا د لوی افغانستان غیږه ده، چې په کې به ټول افغانان ځان ویني".

دا لومړی ځل دی چې راتلونکو جمهوري ریاست انتخاباتو ته یو کاندید، د بل کاندید په ګټه له خپلې کاندیدۍ تېرېږي.

زلمی رسول په داسې حال کې د دولت جوړونکي له انتخاباتي ډلې سره یوځای شوی، چې له تیرو لسو ورځو راهیسې په افغانستان کې د جمهوري ریاست انتخاباتي سیالۍ دوام لري.

په ورته وخت کې طالبانو د یوې اعلامیې له لارې ګواښ کړی، چې د دغو انتخاباتو مخنیوی کوي او له خلکو څخه یې غوښتي، چې د کاندیدانو په انتخاباتي غونډو کې ګډون ونکړي.

ښاغلي غني د طالبانو د ګواښ په غبرګون کې وویل، چې افغان ولس زور ته نه تسلیمږي او زیاته یې کړه: "که موږ ته ووایئ چې یو کار مه کوه ځکه په زور یې درباندې کوو، همغه کار کوو".

د افغانستان اجرائيه ریاست او د بخښنې نړیوال سازمان هم د طالبانو اعلامیه په سختو ټکو غندلې او د ډیموکراسۍ خلاف یې بللې ده.

ټاکل شوې چې د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات د روان کال د تلې/میزان په شپږمه په ټول افغانستان کې وشي.

XS
SM
MD
LG