د لاس رسي وړ اتصالات

زرداري د خبرو لپاره کابل ته تللی


زرداري د خبرو لپاره کابل ته تللی
زرداري د خبرو لپاره کابل ته تللی

د پاکستان جمهور رئیس اصف علی زرداري له جمهور رئیس حامد کرزي سره خبرو لپاره کابل ته راغلی دی.

د جمهور رئیس حامد کرزی او پاکستانی سیال تر منځ یی دا لیدنه پداسی حال کی کیږي چی ددې هیوادونو په لانجمنو سرحدی سیمو کی پدی وروستیو کی تاوتریخوالي لا زور اخیستی دی.

پاکستانی چارواکی ادعا کوی چی پرون د افغانستان څخه توغول شویو توغندیو څلور تنه پاکستانی سر تیري ووژل، خو افغان چارواکی بیا پر پاکستانی پوځ تور لګوي چې د افغانستان پر ځینو سیمو باندی یې په سلهاو راکټونه ویشتلي چې له امله یې ګڼو خلکو ته ځانی او ماله زیانونه اوښتي دي.

کابل ته د پاکستان د جمهور رییس سفر پداسی حال کی هم کیږی چی د افغانستان ولسی جرګی پر پاکستانی استخباراتو تور لګولی چی د احمدولی کرزی، جان محمد خان او هاشم وطنوال په وژلو کې یې لاس درلود.

ښاغلی زرداری له کابل وړاندی تهران ته تللی وو او هلته یې له ایرانی جګپوړو چارواکو سره خبری وکړی.

XS
SM
MD
LG