د لاس رسي وړ اتصالات

زرداري د خبرو لپاره برتانیې ته رسیدلی


د پاکستان جمهور رئیس برتانیې ته په داسی وخت کې رسیدلی دی چې د تروریزم په سر ددغو دواړو هیوادونو ترمنځ تاوتریخوالی پیدا شویدی.

د برتانیې صدراعظم ډیویډ کیمیرون هند ته د خپل سفر په وخت دا خبره وکړه چې اسلام آباد جنوبي آسیا ته تروریزم صادروي.

ښاغلې زرداری دفرانسی ورځپاڼی لموند ته وویل، هغه غواړی چې دبرتانیې دصدراعظم کامرون دتازه وخت د تبصرو په باره کې خبری وکړی .

دپاکستان جمهوررئیس وائې، دتروریزم په خلاف جنگ باید موږ سره متحد کړی او نه مخالف . دی وائې، ښاغلی کامرون ته به مخامخ دا خبره وکړی چې پاکستان پدی جنگ کې ډیر انسانان دلاسه ورکړیدی.

پاکستان دښاغلې کامرون په هغو تبصرو باندی ډیر په غصه شوی وچې تیره هفته ئې هند ته دخپل سفر په وخت کې کړی وی. دغه تبصری دامریکا دنظامی سری اسنادو دخپریدونه وروسته شویدی چې په هغوی کې دی خبری ته هم اشاره شویده چې دپاکستان داستخباراتو داداری او په افغانستان کې دطالبانو ترمنځ روابط شته.

مگرسپینی ماڼۍ هغه تبصره ردکړه چې وائې، دا دښاغلی زرداری دارزیابی سره موافقه نلری.

ښاغلی کامرون پرون دسه شنبی په ورځ د BBC سره په مرکه کې وویل، هغه په خپلو تبصرو باندی ولاړ دی اوبرتانیېه باید دپاکستان سره په گډه دپاکستان دسرحدونو دننه دترورستی ډلو په خلاف مبارزه وکړی چې پاکستان او درستی نړئ ته ئې گواښ مخامخ کړیدی.

XS
SM
MD
LG