د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي وايي، تمه لري چې متحده ایالات به د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د درې اړخیزو خبرو زمینه برابره کړي. زیلینسکي وايي تمه لري چې دا خبرې د اکتوبر تر پایه ترسره شي.
زیلینسکي وویل چې د اوکراین لوری د خبرو لپاره بشپړ چمتووالی لري او له روسیې یې وغوښتل چې خپل اخلاص وښيي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د یکشنبې په ورځ څرګنده کړه چې متحده ایالات له اوکراین او روسیې سره جلا جلا د اړیکو لارې ساتي او وړاندیز یې کړی چې د روانې میلادي میاشتې تر پای مخکې د تخنیکي کچې درې اړخیزې خبرې ترسره شي.
وروسته له هغه چې متحده ایالات دغه وړاندیز په رسمي ډول روسیې ته وړاندې کړي، اوکراین په څرګنده توګه د دې وړاندیز ملاتړ کړی او اوس د روسیې ځواب ته انتظار باسي.
بلخوا د مسکو ښاروال سرګي سابیانین د سې شنبې په سهار (اکټوبر۶مه) اعلان وکړ چې پلازمېنې ته د نږدې کېدو پر مهال ۱۰۵ بې پیلوټه الوتکې نسکورې شوې دي. د «آسترا» د څارنې چینل د راپور له مخې، برید لږترلږه څو ساعته دوام وکړ او بې پیلوټه الوتکې په یوه وخت کې له څو لورو د مسکو ته داخلې شوې.
د اوکرایني رسنیو د راپورونو له مخې، یو اور د ولودارسکایا د پایپلاین په مرکز کې بل شو؛ دا د مسکو سیمې تر ټولو لوی د تېلو زېرمتون او د تېلو د اصلي پایپلاینونو د محصولاتو د ویش مرکز دی. د څارنې سرچینو ویلي چې په کاپوتنیا کې د مسکو د تیلو تصفیه خانه هم ښايي د برید له هدفونو څخه وه.
بل لوري ته، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي د تور سمندرګي په رومانیايي برخه کې د یوې باروړونکې بېړۍ ډوبېدل د روسیې د بې پیلوټه الوتکې برید ته منسوب کړل.
رومانیا راپور ورکړ چې دوه کسان وژل شوي او ۱۱ نور ژغورل شوي، وروسته له هغې چې د غلو بار وړونکې بېړۍ د دوشنبې په ورځ د دغه هېواد په اوبو کې اور واخیست او ډوبه شوه.
رومانیا د ناټو غړیتوب لري او سږ کال یې د خپل هوايي حریم ته د بېپیلوټه الوتکو د ننوتلو راپورونه ورکړي دي.
روسیې د سې شنبې سهار د زاپوریژیا ښار پر دنیپرو سیند د یوه پل برید وکړ او پر دغه پل تګ راتګ ودرول شو. د زاپوریژیا ولایت پوځي ادارې اعلان وکړ چې د ټپیانو شمېر پنځو کسانو ته رسېدلی او ټول روغتون ته لېږدول شوي دي.
د جګړې د مطالعاتو انسټیټیوټ ارزونه کړې چې روسیه خپلې بې پیلوټه الوتکې پرمختللې کوي، څو مخکې له دې چې د اوکراین هوايي دفاعي سیستمونه د دغو بې پیلوټه الوتکو پر وړاندې د مقابلې له طریقو سره عادت شي، اعظمي زیان ورسوي. د دغې ارزونې له مخې، د روسیې هدفونه نور یوازې پر پلونو محدود نه دي.
د رویټرز د راپور له مخې، د روسیې د دولتي اټومي انرژۍ شرکت عمومي مشر الکسي لیخاچوف وویل چې د لابراتوار ودانۍ او د راډیواکټیف کثافاتو د پروسس واحد په نښه شوي دي.
دغه اټومي بټۍ برېښنا نه تولیدوي، خو د اټومي سون توکو د سړې ساتلو لپاره دوو بهرنيو برېښنايي لینونو ته اړتیا لري. روسیې دغه بټۍ، چې د اروپا تر ټولو لویه اټومي بټۍ ده او شپږ ریکټورونه لري، د جګړې په لومړیو اوونیو کې ونیوله.
فورم \ دبحث خونه