د لاس رسي وړ اتصالات

زیلینسکي: د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزیران کیف ته راځي


امریکایي چارواکو تر اوسه د ښاغلي آستن او ښاغلي بلنکین د سفر کولو ندي تائید کړي.
امریکایي چارواکو تر اوسه د ښاغلي آستن او ښاغلي بلنکین د سفر کولو ندي تائید کړي.

د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زلینکسي ویلي چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وزیر انتوني بلنکین او د دفاع وزیر لویډ آسټن به یکشنبه اپریل ۲۴ ( غوایي څلورمه) کیف ته ورشي.

ښاغلي زلینسکي د دې جګپوړو امریکایي چارواکو د سفر په هکله خبریالانو ته وویل، "امریکایي چارواکي سبا زمونږ د لیدو لپاره راځي. زه به د دفاع وزیر (لیوډ آستن) او انټوني بلنکین سره وګورم."

دا د فبرروي د میاشتې د ۲۴ مې نیټې راپدیخوا چې په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته، دا به لومړی ځل وي چې د متحده ایالاتو د حکومت دوه جګپوړي چارواکي کیف ته ځي.

د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزراتونو او سپینې ماڼۍ اوکراین ته د ښاغلي آستن او ښاغلي بلنکین د سفر کولو نیټه نده تائید کړې او پدې هکله یې د تبصرې کولو څخه ډډه کړې.

تر دې وړاندې د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن څخه غوښتي وو د روسیې د یرغل په مقابل کې د ملاتړ د څرګندولو لپاره پخپله کیف ته سفر وکړي خو سپینې ماڼۍ وویل چې ښاغلی بایډن د سفر کولو هیڅ پلان نلري.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي دوشنبه اپریل ۱۸ (وري۲۹) خبریالانو ته وویل،"د جمهور رئیس لپاره د تګ هیڅ پلان نشته".

سره لدې چې د بریتانیا په ګډون د ګڼ شمیر اروپایي هیوادونو مشرانو وروسته تر هغه چې روسیې په اوکراین یرغل وکړ، کیف ته یې سفرونه وکړل او د هغه هیواد د جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي سره یې وکتل خو ویل کیږي چې د ښاغلي بایډن سفر کول به په امنیتي لحاظ خورا ستونزمن کار وي.

متحده ایالاتو ویلي چې د ښاغلي بایډن پر ځای به ښایي د حکومت کوم جګپوړی چارواکی چې یا به د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنیکن او یا هم د دفاع وزیر لیوډ آستن وي، د کیف سره د ملاتړ څرګندولو په خاطر اوکراین ته واستوي خو د سپینې ماڼې ویاندې وویل چې د هر چا د لیږلو پریکړه وشي، د امنیتي دلایلو په خاطر به پدې هکله معلومات په ډاګه نشي.

د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي د امریکا د سي ان ان تلویزوني شبکې سره په یوې مرکې کې ویلي چې فکر کوي ښاغلی بایډن به کیف ته ورشي خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې "دا د هغه پریکړه ده او د خوندیتوب او امنیت پورې اړه لري."

کیف ته د امریکا د دې جګپوړو چارواکو د سفر کولو تر څنګ د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش هم ویلي چې را روانه اوونۍ په مسکو کې د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین او تر هغه وروسته په کیف کې د اوکراین د جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي سره وګوري.

د ملګرو ملتونو په اعلامیې کې ویل شوي چې ښاغلي ګوتریش به د سه شنبې په ورځ د پوتین او د پنجشنبې په ورځ د زلینسکي او د اوکراین د بهرنیو چارو د وزیر سره وګوري.

کرملین هم د ښاغلي ګوتریش سره د ښاغلي پوتین د ملاقات نیټه تائید کړې.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د همدې اوونۍ په سر کې په مخامخ توګه د لیدنې کتني لپاره دواړو مشرانو ته لیکونه استولي و.

XS
SM
MD
LG