د لاس رسي وړ اتصالات

زیلنسکي: د امریکا په مرستو کې ځنډ د پوتین ارمان پوره کوي


د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي دوشنبه ډسمبر ۱۱ (لیندۍ۲۰) په واشنګټن ډي سي کې امریکایي نظامي افسرانو ته په وینا کې خبرداری ورکړ که اوکراین روسیې ته په ماتې ورکولو کې ناکام شي، کرملین به په اروپا کې د دموکراسۍ د ړنګولو لپاره خپله هیله پوره کړي.

ښاغلي زیلنسکي د متحده ایالاتو د ملي دفاع په پوهنتون کې په وینا کې وویل چې هیواد یې نه یوازې د خپل پایښت بلکې د هغو زادیو لپاره جګړه کوي چې د پخواني شوروي اتحاد پرځیدو وروسته په ټولې اروپا کې اخیستل شویدي.

د اوکراین مشر دا څرګندونې داسې مهال کړي چې د سنا په مجلس کې جمهوري غوښتونکو سناتورانو د همدې روانې ډسمبر میاشتې په شپږمې نیټې د جمهور رئیس بایډن د حکومت ۱۰۶ ملیارده ډالرو غوښتنه رد کړله چې د اوکراین او اسرائیل سره مرستې هم پکې شاملي دي.

یو شمیر محافظه کار جمهوري غوښتونکي سناتوران وایي که چیرته د کانګرس دیموکراتان او سپینه ماڼۍ د مکسیکو سره په ګډې پولې کې د کډوالۍ اصلاحات ونه مني، دوي به هم د مرستو دا لایحه ونه مني.

ولادمیر زیلینسکي د کانګرس همدې اقدام ته په اشارې سره وویل چې سیاستوال باید د سرتیرو سره "غداري" ونکړي او زیاته یې کړه چې د متحده ایالاتو لخوا د اوکراین سره د مرستو بندیدل، د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین د خوښۍ سبب کیږي.

هغه زیاته کړه، " که یو څوک د کانګرس په ماڼۍ کې د نا حل شویو موضوعاتو په هکله خوښ دی، هغه پوتین او ناروغه ډله یې ده. هغوي چې کله دا ځنډونه ګوري، ارمانونه یې پوره کیږي".

د اوکراین مشر داسې مهال واشنګټن ته راغلی چې په منځني ختیځ کې د اسرائیل – حماس تر منځ شخړې له وجې د اوکراین جګړې ته د نړیوالو پام یو څه کم شوی او په کانګرس کې د بودجۍ پر سر د جنجال له کبله سپینه ماڼۍ نشي کولی اوکراین سره خپلې کړې ژمنې پر ځای کړي.

ټاکل شوې چې ولادمیر زیلنسکي د واشنګټن پر وخت سبا سه شنبه په سپینې ماڼۍ کې د جمهور رئیس جو بایډن سره وګوري. د استازو مجلس مشر مایک جانسن په ګډون د کانګرس دواړو ګوندونو مشرانو سره لیدنې یې هم واشنګټن ته د رسمي سفر برخه ده تر څو هغوي قانع کړي اوکراین سره مرستې روانې وساتي.

جمهور رئیس جو بایډن د کانګرس څخه د اسرائیل، اوکراین او ملي امنیت ځینو نورو پروګرامو لپاره د ۱۰۶ ملیارد ډالرو بودجې غوښتنه کړې خو کانګرس د کډوالۍ پالیسي او سرحدي امنیت پر سر د جنجال له کبله دا غوښتنه تر اوسه نده منلې.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي هم ومنله چې متحده ایالاتو د اوکراین د جمهور رئیس سفر په "مهم" وخت کې شوی او زیاته یې کړه چې جمهور رئیس بایډن به په ملاقات کې واضح کړي چې د اوکراین سره د مرستې کولو په برخې کې پخپلې ژمنې "ټینګ "ولاړ دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG