زېلېنسکي وايي اوکراین په لیبیا کې د روسیې جنګي بېړۍ ډوبه کړې؛ واشنګټن د اوکراین پر امنیتي تضمینونو کار کوي


د اوکراین ولسمشر د دوشنبې په ورځ وویل چې اوکرایني ځواکونو په لیبیا کې د روسیې یوه جنګي بېړۍ ډوبه کړې او د «انګارا» په نوم یوه بله روسۍ باروړونکې بېړۍ یې هم ویشتلې ده. د کرملین ویاند دمیتري پېسکوف وویل چې د روسیې دفاع وزارت به د اړتیا په صورت کې پدې اړه معلومات ورکړي.

XS
SM
MD
LG