د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د جمعې په ورځ (سپتمبر ۲۵) وویل چې متحدو ایالتونو وړاندیز کړی چې د روسیې او اوکراین ترمنځ په متحده عربي اماراتو کې تخنیکي خبرې اترې ترسره شي.
زیلینسکي په خپل ایکس حساب کې لیکلي: «امریکایي لوري وړاندیز کړی چې د دغو خبرو لپاره چمتووالی ونیول شي او په تخنیکي کچه غونډه وشي... موږ د متحدو ایالتونو له خوا د یوې نېټې د معلومولو په تمه یو. متحدو ایالتونو وړاندیز کړی چې ددې غونډې ځای متحده عربي امارات غوره شي.»
زیلینسکي وویل چې د سه شنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې یې د متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره تر لیدنې وروسته، د دواړو هېوادونو د مذاکره کوونکو ترمنځ یوه جلا او اوږده ناسته هم وشوه. هغه وویل: «موږ به اروپایي لوري ته معلومات ورکړو او له هغوی سره به په دغو جزئیاتو خبرې وکړو؛ امریکایان به له روسانو سره خبرې وکړي؛ او لس ورځې وروسته به بېرته د نظرونو او ځینو پایلو سره راستانه شو.»
زیلینسکي همدارنګه وویل چې ولسمشر ټرمپ ورته ویلي چې اوکراین ته یې د پیټریاټ توغندیو د تولید د جواز ورکولو وروستۍ پرېکړه کړې ده. امریکا غږ د دې موضوع په اړه د سپینې ماڼۍ د نظر غوښتنه کړې ده.
ولسمشر ټرمپ د سه شنبې په ورځ د زېلېنسکي ترڅنګ د خبرو پر مهال تمه وښوده چې روسیه او اوکراین یوې موافقې ته ورسېږي. هغه وویل: «زه فکر کوم چې دوی به هوکړې ته ورسېږي، او نه غواړم ووایم چې دا هوکړه به څه ډول وي. موږ د دې په اړه ډېرې خبرې کوو، د ولسمشر پوتین په ګډون. زما په اند یو څه به پېښ شي.»
ولسمشر ټرمپ وویل چې پوتین «غواړي ورسره وګوري» او «غواړي جګړه پای ته ورسېږي.» هغه زیاته کړه چې باور لري دواړه مشران «غواړي جګړه ختمه شي.»
د کرملین ویاند دیمتري پېسکوف د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې پوتین او ټرمپ د همدې میاشتې په پیل کې په ټیلیفوني خبرو کې د داسې یوې غونډې پر جوړېدو خبرې کړې وې. هغه وویل: «تر اوسه په دې اړه کوم مشخص جزئیات نه شم ورکولی.»
په عین وخت کې، د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه لا هم دوام لري.
د اوکراین پایتخت کیف د سولومیانسکي په سیمه کې پر یوې دفتري ودانۍ د بې پیلوټه الوتکې په برید کې څلور کسان وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي. د کیف ښاروال ویتالي کلیچکو دغه معلومات په ټیلیګرام کې خپاره کړي دي.
نوموړي ویلي چې له دې وړاندې پر پایتخت په یو بل برید کې یو ۱۴ کلن ماشوم وژل شوی و. زیلینسکي دغه برید «په بشپړه توګه وحشیانه او کرغېړن» وباله. هغه وویل چې په اوډیسا کې په یوه پوسته خانه کې یو کس وژل شوی او په زاپوریژیا کې یو روغتیايي کلینیک، چې خلک پکې موجود وو، هم تر برید لاندې راغلی دی. د هغه په وینا، د اوکراین اته سیمې تر بریدونو لاندې راغلې دي.
په اوکراین کې د ملګرو ملتونو د څارنې ماموریت د جمعې په ورځ وویل چې د سپتمبر په میاشت کې یې لږ تر لږه د ۲۰۰ ملکي وګړو د وژل کېدو پېښې ثبت کړې دي.
بل لور ته، په روسیه کې د بې پیلوټه الوتکو په یو برید کې د نووشاختینسک د تیلو تصفیه خانه زیانمنه شوې ده او ددغه تصفیه خانې فعالیت په ټپه درېدلی درېدلی دی. د روستوف والي یوري سلیوسار وویل چې دغه فابریکه د برید له امله بنده شوې ده.
روسي چارواکو د دوو ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکړی؛ یو تن په بېلګورود کې او بل د پېرم په سیمه کې وژل شوی دی. د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د شپې له خوا یې د هوايي دفاع سیستمونو ۵۹۲ بې پیلوټه الوتکې له منځه وړي دي.
فورم \ دبحث خونه