د لاس رسي وړ اتصالات

زیمبابوې کې ۲۳۰ میلیونه کاله پخواني ډیناسوران


د زیمبابوې ملي موزیم د داسې ډیناسورانو پاتې شوني نندارې ته وړاندې کړي چې ګومان کیږي ۲۳۰ میلیونه کاله پخوا یې په دغه هېواد کې ژوند کاوه.

ددغو ډیناسورانو هډوکي د زیمبابوی په شمال کې موندل شوي.

د زیمبابوی د بولوا په موزیم کې نندارې ته د ایښودل شویو پاتې شونو په اړه څیړونکي وایي، دې ډیناسورانو لږترلږه یو متر لوړوالی درلود، نږدی دوه متره اوږدوالی، اوږده غاړه، کوچنی سر، اوږده غاښونه او په دوو پښو یې تګ کاوه.

د نړیوالو ساینس پوهانو یوې ډلې ویلي چې د زیمبایوې په یوې دره کې له موزمبیق سره پر پوله د ډیناسور یو بشپړ اسکلیت یې موندلی دی.

مایکل زونډا په زیمبابوې کې د طبیعت د تاریخ لیکنې د مرکز غړی دی. هغه وايي، په دې سیمه کې د ډیناسورانو د نورو پاتې شونو د موندنې احتمال شته.

ساینس پوهانو د زیمبایوې په یوې دره کې د موزمبیق سره پر پوله د ډیناسور بشپړ اسکلیت موندلی.
ساینس پوهانو د زیمبایوې په یوې دره کې د موزمبیق سره پر پوله د ډیناسور بشپړ اسکلیت موندلی.

دغه پاتې شوني د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ کلونو کې موندل شوي خو د موزیم د چارواکو له خوا اوس د خلکو د لیدلو لپاره نندارې ته وړاندې شوي دي.

مگسیني ډیوب، د زیمبابوې د ژویو د موزیم د زده کړې د برخې مسوله وایي، دا ډول فوسیلونه هیر شوي وختونه او پخوانی ژوند بیرته را ژوندی کوي.

هغې وویل: "دا په حقیقت کی خورا د حیرانتیا خبره ځکه ده چی ډیر ځلي کله چي تاسو د ډیناسور په هکله خبري کوئ، تل دا فکر کوئ چې دا ډول موجوداتو هیڅکله شتون نه درلود او یوازې یوه کیسه ده. اوس دا موندنې ثابتوي چې واقعا دوی شتون درلود."

موزیم ته د ډیناسورانو د پاتې شونو د نندارې دپاره راتلونکي خلک دا پاتې شوني د حیرانتیا وړ بولي. ډیری ننداچیان وايي، پدې نه پوهېدل چې دغو ژویو میلیونونه کاله پخوا په افریقا کې ژوند کاوه.

د زیمبابوې ډیری خلک دا موندنې د خپل هیواد لپاره د ویاړ ځای بولي. د موزیم چارواکی هیله لري چې د پوهاوي د کچې له لوړېدو سره به دوی وکولای شي کافي مالي ملاتړ تر لاسه کړي او په مټ یې د ډیناسورانو موندل شوي پاتې شوني سره یو ځای کړي او د نړۍ نندارې ته یې وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG