متحده ایالاتو تائید کړې چې په پولینډ کې به د ناټو په چوکاټ کې د خپلو سرتیرو دوره یي ماموریت په راتلونکو څو اوونیو کې پیل کړي. امریکایي چارواکو دا بهیر په موقتي ډول ځنډولی و. پولینډ هم پدې هیواد کې د امریکایي سرتیرو ځای پر ځای کیدل تائید کړي.
پداسې حال کې چې متحده ایالات په اروپا کې د خپلو میشتو ځواکونو شمیر د سره ارزوي، پولینډ پدې هیواد کې په دوره یي بڼه د ۵ زرو امریکایي سرتیرو د ځای پر ځای کیدو خبر ورکړی.
د پولینډ د دفاع وزیر ولادیسلاو کوزنیاک کامش دوشنبه جولای شپږمه وویل چې هیواد یې د اروپایي هیوادونو او متحده ایالاتو تر منځ د پله حیثیت لري او هم یې پدې هیواد کې د ناټو په چوکاټ کې د امریکایي سرتیرو د ځای پر ځای کیدو خبر تائید کړ.
" پولینډ په حقیقت کې د اتلانتیک دواړو خواوو تر منځ پل دی او نن متحده ایالات او اروپا سره نښلوي. لکه څنګه چې مونږ معمولاً د خپلو امریکایي شریکانو څخه اورو، پولینډ یو وفادار او نمونوي متحد دی".
د پولینډ دې تر ټولو لوړپوړي نظامي چارواکي تائید کړه چې متحده ایالاتو د سفیر مرستیالې سټیفني هولمیز د پولینډ لپاره د امریکا د نظامي آتشې ورته خبر ورکړی چې پدې هیواد کې د امریکایي سرتیرو دوره یي ماموریت چې تر دې وړاندې ځنډیدلی و، بیرته پیل کیږي.
ښاغلي کوزنیاک د ځواکونو د ځای پر ځای کیدو کره نیټه په ډاګه نکړله، خو زیاته یې کړه چې دا بهیر به په راتلونکو څو اوونیو کې بشپړ شي او دایې د خپل هیواد لپاره یوه ښه نښه وبلله.
په پولینډ کې د ناټو په چوکاټ کې د امریکایي ځواکونو ځای پر ځای کیدل ځکه په اوس کې خورا مهم دي چې د دې هیواد یوې خوا ته اوکراین او بلې خوا ته یې د روسیې نږدې متحد، بیلاروس پروت دی.
متحده ایلاتو ځکه په اروپا کې د خپلو سرتیرو شمیر ارزاوه چې انتقاد یې کاوه د ناټو نور غړي هیوادونه باید ډیر مسؤلیت په غاړه واخلي او دا چې د خپلې دفاعي چارو لګښتونه ډیر کړي.
واشنګټن د روان میلادي کال د مې په میاشت کې په پولینډ کې د خپلو سرتیرو ځای پر ځای کیدو پریکړه وځنډوله خو تر دې پریکړې څو ورځې وروسته، جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ دې هیواد ته د ۵ زرو اضافي امریکایي سرتیرو د استولو اعلان وکړ.
د پولینډ صدراعظم ډونالډ ټسک چې د دفاع وزیر سره تر څنګ یې خبرې کولې وویل چې چې هیواد یې د امریکا وفادار متحد دی او د امریکایي سرتیرو د ځای پر ځای کیدو په پریکړې یې خوښي څرګنده کړله.
هغه د پولینډ د ټولو سیاسي اړخونو څخه وغوښتل چې د اوکراین د جګړې د ملاتړ په هلو ځلو کې یوه خوله وي.
" راځئ چې د امنیت موضوع سیاسي اختلاف ته وانړوو. د جګړې ډګر بیخي بل ځای کې دی. مونږ باید د امنیت، جګړې او سولې په هکله د پولینډ پیوستون او سیاسي اجماع په ټول ګوند کې خوندي وساتو او که داسې ونشي، ډیر ژر به لوړه بیه پرې کړو".
د پولینډ حکومت تر دې وړاندې داسې نښې نښانې څرګندونې کړې وې چې دې هیواد ته د امریکایي سرتیرو په بیرته ستولو باندې کار کوي، خو د نیټې په هکله یې څه نه و ویلي.
فورم \ دبحث خونه