د پکتیا په ولایت کې په ېوه ځانمرگه چاودنه کې ١١ تنه عسکرزخمیان شوېدي

Paktia

ېوه ځان مرگي خپل موټر چی له چاودونکېو موادونه ډک و دافغانستان او ناټو دپوځ له ېوې اډې سره نېژدی دافغانستان د پکتېا په ولاېت کې چاودولي دي. په دغه چاودنه کې 11 تنه عسکر او څو تنه نور ملکېان زخمي شوي دي.

د پکتېا دولاېت ېوه چارواکي ووېل چې چاودنه د زرمت په ولسوالۍ کې وشوه، ډېره غټه وه خو څوک پکې وژل شوي ندي .

رپوټ وايی چاودنه د پوځی اډی په دروازه کې وشوه؛ کړکۍ ېې ماتی کړلی او ودانېو ته ېې زېان ورساوه. له چاودنې نه وروسته ېاغېانو پردغه نظامي اډه ډزې هم وکړلې.