د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونود بشري مرستو د همغږۍ ادارې خبرداری ورکړی چې د بشري مرستو لپاره د بودیجې له سخت کمښت سره مخ ده.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند فرحان حق ویلي دي چې د دې سازمان غړي هیوادونه اوس په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د رسمیت پيژندلو په طرف هیڅ تحرک نلري.
د مالدووا لومړی وزیر واسیله توفان دې هېواد ته د افغان طالبانو د حکومت د یو پلاوي سفر او ورتګ «شرموونکی او د نه منلو وړ» بللی دی.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخ پر زیاتیدونکي بحران په اړه خبرداری ورکړی .
په ملګرو ملتونو کې د ډنمارک استازې کریستینا مارکوس لاسن په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پنځم کال « یوه خواشینوونکې کلیزه» وبلله.
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان (Human Rights Watch) وایي، د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته افغانستان د بشري حقونو او بشري مرستو په برخه کې له سخت بحران سره مخ دی.
د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ د افغانستان د نیمروز ولایت په دښتو کې د یو شمیر افغانانو د اجسادو تر پیدا کیدو وروسته، دا پيښه ناوړه بللې ده.
د پاکستان پوځ د ملګرو ملتونو هغه وروستی راپور "بې اساسه" وباله، چې ویلي یې وو شاوخوا اتو میاشتو کې په افغانستان کې د پاکستان په هوایي بریدونو کې نږدې ۵۰۰ ملکي وګړي وژل شوي او له ۱۰۰۰ څخه ډېر ټپیان دي.
د بخښنې نړیوال سازمان له اروپايي اتحادیې او ددې اتحادیې له غړو هیوادونو څخه غوښتي چې سمدستي ناامن افغانستان ته د افغانانو د شړلو هڅې ودروي او له طالبانو سره د بېرته ستنولو په برخه کې خپله بې پروا همکاري پای ته ورسوي.
یوه افغانه میرمن چې د داعش ډلې څخه په الهام اخېستلو د یو برید په طرحه کې په همکارۍ تورنه ده، د پنجشنبې په ورځ جولای ۳۰ محکمې ته وړاندې شوه او د قاضي په حکم ورته دولتي وکیل وټاکل شو.
د بریټانیا د پارلمان د دفاعي چارو کمیټه وایي یو شمیر هغه افغان چې د بریټانوي ځواکونو لپاره یې کار کړی دی، په غلط شکل د هغوی د لیږد غوښتنې رد شوې او دغه کسان د کلونو لپاره د خطر، ځنډ، او بې برخلیک حالت سره مخ پاتې شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د افغانستان د ۲۰۲۵ کال په کلني راپور کې ویلي چې د بودیجې شدید کمښت، پر ښځینه روغتیايي کارکوونکو محدودیتونه، د پولیو ضد واکسین په کمپاینونو کې خنډونه او پرلهپسې بشري بحرانونو د دغه هېواد پر روغتیايي نظام د پام وړ فشار راوستی دی.
نور پورته کول